خوږه مينه/ بهار مستغفر

بهار مستغفر

خوږ یې او ښه خوږ یې چي مینه دي خوږه لګي
ټول ښـکلي در ځارشه پر بل چا مي کله زړه لګي

ستا د وصل لاره کې اغزیو نه هم خوند اخلم
دومره وي پاسته لکه ګـلونه چي پر پښه لګي

چاته چي جـانانه! ستا د مـیني نوم ورپوري شي
هغه په همزولو کې کټ مټ لکه ډېــوه لګي

څه خبره نه ده که تور مـخو ته مجرم ښـکارم
دوی ته د گلـفام دوی ته د مــینې پته څه لګي

څه به کړي ګـــلاب ریحان چي ستا لاس نیوی ونکړي
شات ورته غوټ مات شي چي کوم ځای کي دي نامه لګي

وغوړیږي وځلیږي ویښ یې کړي رنګین (بهار)
کوم یو تږي ګـل باندي چي ستا نـظر وږمه لګي

دوشنبه ۲۵ / ۱۲ / ۱۴۳۷ هـــ ق د هجرت دیار



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.