ملا رسول ډلګۍ له حکومت سره د حکمتیار د سولې موافقې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۵ل): د ملامحمد رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو له لیکو څخه جلاشوې ډلګۍ د حکومت سره د حزب اسلامي د سولې موافقې ملاتړ کړی دی.

د طالبانو څخه جلا شوې ډلګۍ چې افغانستان کې يې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر وړاندې کوم نظامي فعالیت نه لیدل کیږي ځانونه د «افغانستان اسلامي امارت عالي شورا» بولي او خپل مشر ملا محمد رسول ګڼي. که څه هم په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډله د ملا محمدرسول په مشرۍ خپل «سپېڅلي جهاد او پاکې مبارزې» ته ادامه ورکوي نن ټکی اسیا داسې راپورونه ترلاسه کړي چې هغه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوی او پر ځای یې ملاعبدالرووف د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

یادې ډلې لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوی مبارزه د اشغال ختمول دي چې د دې لپاره يې هر ډول ستړیاو ته مخه کړې ده او دوی به د هېڅ راز سیاسي که وسله ‌واله مبارزه وي لاس وانخلي.

اعلامیې زیاته کړې چې دوی د حزب اسلامي د مشر د سیاسي هوکړې ستاینه ځکه کوي چې د اشغالګرو د وتلو مهالویش ټاکل يې یقیني کول دي او دا دوی ګډ هدف دی.

« دا چې اسلامي حزب ولې او څنګه روغې جوړه ته اماده شو دا تر هغوی پورې اړه لري،  مشرتابه یې خورا پراخه سیاسي بصیرت او تجربه لري هغوی په خپلو چارو ښه پوهیږي خو یو شي چې مونږ یې ستاینه کوو هغه دادی چې د اشغالګرو د وتلو د مهالویش ټاکل یې یقیني کول دی ځکه همدا زمونږ ګډ هدف دی».

د دغې ډلې مشرانو چې ویل کیږي اوس مهال په کابل کې د ملي امنیت تر کلکې څارنې او ساتنې لاندي ژوند کوي او د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره هرات، کندهار او نورو ولایتونو ته په پوځي چورلکو او یا هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اړوند الوتکو کې سفرونه کوي هم د بین الافغاني حل، روغې جوړې لپاره تیاری ښودلی دی.

«د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د تیر په څیر یو وار بیا یادونه کوي چې د افغانستان له ټولو داخلي جهادي ډلو او سیاسي ګوندونو سره د نیکو اړیکو په اساس ښو روابطو ته پاملرنه کوي او د یوو بین الافغاني حل، روغې جوړې او د هیواد د خپلواکۍ لپاره له نورو سره په ګډه کار کول غواړي».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.