په دردونومین/ تپاندزُهاد

تپاند زُهاد

موږمنصوریت په ځان منلي په دارونو مین

جهادمو مینه ده روان په سنګرونومین

دابي وفااو دابدرنګه نړۍ نه غواړو موږ

موږدښکلا جهان ته درومو په رنګونو مین

دخداي رضاته موخپل سرتل نذ رانه ایښي دي

د استشهاد ډګرته ځو په جنتونو مین

خوهغه ټنګه یوسفي جذبه مو هیره نه ده

زولني لاس کي ماتؤو په زندانو مین

نړۍ نفرت ځني کوي موږپه ځان فرض ګڼلي

ځو هسکه غاړه داسلام په مورچلونومین

دخداي لپاره پښي تڼاکي سرببر ګرځوو

دشهادت په مینه مست په غور ځنګونومین

چي پرټټرمو دمرمیو سره غمي ښکاره شي

دخپل زخمي زخمي وجودپه فرهرونومین

موږمرګ ته خاندومرګ وموږته په خندارادرومي

دابدیت ژوندون لپاره په مرګونومین

دخپل محبوب په عشق کي اور راته ګلونه ښکاري

له درده خونداخلو( تپانده) په دردونومین

تپاندزُهاد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.