د ملګرو انتخاب

 تورپیکۍ غرنۍ

هېڅ انسان هم په یواځیتوب سره د خپل ژوند شېبې نشي تېرولی، پرته له ملګرو به د ډېرو ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان شي. نه به خپل درد چاته ویلی شي، او نه به هم د ستونزو سره مقابله کولای شي. داسې کوم کس به نه وي چې د ژوند هیلې یې په وجود کې تازه کړي او ډاډ ورکړي.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او یې خونده یې لکه په یو ځا ی کې چې یواځې یوه څو دېوالونه راچاپېر وی، او په منځ کې یې هېڅ هم نه وي او یا هم لکه بې مالګې مالګدانۍ.

ځکه چې ملګري د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه دښته چې باران وشي او په هغه باندې تازه او غوړیږي.

دملګرو د انتخاب په وخت کې مو باید تل پام وئ، ځکه چې ملګري د انسان د شخصیت ښکارندوینه کوي؛ او په ژوند مستقيمه اغېزه لري.

ښه ملګری هغه ملایکه ده، چې انسان تر آسمانونو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارې په ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړي ټوله سوکالي، خوشحالۍ او آرامي یې په لمنه کې واچوي.

د هغې خوشحالي خپله خوشحالي ګڼي او غم یې خپل؛ دغم په لېدو یې دریږي او ځوریږي.

هغه اړیکه چې په رښتنولۍ سره پیل شي، او د مینې ګلان پکې وشېندل شي نو دا اړیکه به دومره وغوریږي او دومره به سمسوره او تل پاتې یې چې د وخت هر قسم طوفان سره د مقابلې توان لري.

مګر له هغې اړیکې او ملګرتیا ځان وساتئ چې د پردې تر شا یې دوکې، فریب، چل، مکر، خیانت، او ورسره یو لوي زړه ماتوونکې مصیبت مل وي. ځکه د هغه کسان چې خپل هدف ته د رسېدو په خاطر د دوستۍ له کلمې د یوې وسلې په توګه کار اخلي او له تاسو نه دده یو شي طمع لري.

په خوله نه یې یو څه یې مګر په زړه کې به د یو شوم او بې رحمه پلان طرحه لري.

دا هغه کسان دی، چې یوازې غواړي ستاسو ژوند د اوښکو په ډېوو روښانه کړي او داسې ملګرتیا صرف د سينې غلبیل کېدل او د زړه خوړل دی. بد ملګری هغه شیطان دی، چې تاسو ته د یو انسان په څېره کې راغلی ستا د ژوند خوشحالۍ له تا اخلي د ژوند د بریاوو نه د لېرې کوي. د ژوند روښانه ډېوه دې د خیانت په وژونکي طوفان باندې مړه کوي او د ژوند ښکلاوې درنه اخلی.

تل له هغه کسانو لرې ګرځئ، چې منفي فکر کوي د ژوند نه ناهیلې او ستومانه وي. او خپل ژوند د اوږو بار او پېټۍ ګڼي او په ډېرې سختۍ ورسره لاس او ګریوان یې.

ځکه دا هغه منفي پاله کسان دي، چې ستا هیلې فلج کوي، ژوند دې پیکه کوي وړتیاوې دې درنه اخلي او په ځان باور درلودل دی وژني. چې بیا ددې پرځای چې د خپل ژوند په ستونزو برلاسي شې نور ځان قرباني درنه جوړیږي.

ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړئ چې د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې کړي او تر څنګ یې د آرامۍ احساس وکړي.

ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره هرڅه لپاره تیار اوسي. داسې ملګری چې له ځان نه هم دېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري. هېڅکله د یو چا ظاهر ته مه ګورئ؛ او نه یې په خندا او پسته خوله غولېږي.

کوښښ وکړئ، چې انسان له باطنه نه درک کړئ ځکه د نن نړۍ د انسانانو پېژندل ډېر ستونزمنه خبره ده.

د ملګرتیا د تل پاتې کېدو د ځينې اړخونونه چې باید تل ورته پام وکړئ:
۱ – له ملګرو څخه هېڅکله هم امتحان مه اخلئ؛ ځکه ډېر امتحان ملګرتیا له منځه وړي او خوږوالۍ يې پیکه کوي.

۲ – په ملګرتیا کې له بې ځایه شک څخه ځانونه وساتئ، شک د دوستي ښکلا له منځه وړي.

۳ – تل يې په غم او خوشحالۍ کې تر څنګ واوسئ هېڅکله یې یوازي مه پرېږدئ.

۴ – کوښښ وکړئ، په هر حالت کې درک کړئ؛ پرته لدې چې ځان په ستونزه خبر کړي له ځان نه غبرګون ښکاره کوئ.

۵ – هر قدم ورسره په صداقت او رښتنولۍ ږدئ، هېڅکله ورته دروغ مه وایئ ځکه دروغ ملګرتیا د تباهۍ لوري ته بیایي.

۶ – ستونزو ته یې په کمه سترګه مه ګورئ، او د مقابلې ډاډ ورکړئ.

۷ – د خپلې مینې احساس ورپه زړه کوئ، چې له ملګرتیا د ډاډه واوسي. ۸ – د اوږدې مودې لپاره یې مه خپه کوئ، او مه ورنه لرې کیږئ ځکه چې شاید پرته له تا ژوند کول به زده کړي.

۹ – په اندک خبرو له ژور بحث کولو څخه تېر شئ، ځکه بې ځایه بحث د اعتماد تارونه سستوي. او په پایله کې د شکېدلو لامل کرځي.

۱۰ – تل ورته حقیقت په خپله بیانوئ؛ مه پرېږئ چې ستا د حقایقو په اړه له بل چانه خبر شي کله چې خپه او غلي وو، هڅه وکړئ د خپګان او غلیتوب علت یې پیدا کړي او په درد یې پوه شئ.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.