حزبيانو ته ډالۍ

زغره وال

نن حزبيان سرو کافرانو ته تسليم شول
د پلرونو قاتلانو ته تسليم شول

دا يې ننګ دا يې غيرت دا يې ايمان وو
چې بد مسته شرابيانو ته تسليم شول

چې د مرګ فتوا يې دوی صادروله
نن همغو ټوپکيانو ته تسليم شول

چې دنيا ته يې معلوم دي وحشتونه
ها بېدينو دوستم يانو ته تسليم شول

خندوونکې ډرامه شوه ترېنه جوړه
څو خيرنو اربکيانو ته تسليم شول

بې غيرته بې همته انسانان دي
وطن فروشو دووسانو ته تسليم شول

څه بدرنګه او بې شرمه کار يې وکړو
چې د غرب لنډغرانو ته تسليم شول

ګيله نشته له پخوا نه مذبذب دي
دا نن ځکه يهوديانو ته تسليم شول

دوی به هر وخت پر برېتو ګوتې وهلې
خو اخر يو څو ګنجيانو ته تسليم شول

الجهاد او القتال شعار يې څه شو
اشغالګرو صليبيانو ته تسليم شول

پس له دې به نو له حق سره جنګېږي
کليساوو او پاپانو ته تسليم شول

په ظاهره يې د صلحې نوم ورکړی
حقيقت کې خونخوارانو ته تسليم شول

په هر چا کې ښه او بد وي خو حيران يو
دوی خو ټول په ټول غربيانو ته تسليم شول

تور ځنځير د غلامۍ يې کړو پر غاړو
غلامان شول غلامانو ته تسليم شول

د جهاد منبر يې خرڅ کړو په ډالرو
زمونږ د پاک دين دښمنانو ته تسليم شول

( زغره وال ) ګوته په غاښ ورته حيران دی
چې په ټيټ سر حراميانو ته تسليم شول



یوه تبصره

  1. عم مکوه دنن ورځی مخالف مشران دصبا ورځی ربانی او ګلبدنیان دی، هسی زما او ستا داحساسا تو نه استفاده کوی. داټول له پخوا خرڅ شوی وی، خو لکه نن چی دیو چا په بد نوم اخستلو دکفر ټا په دربا ندی لګول کیږی او وزل کیږی هغه وخت هم همداسی وی. دوی اولادونه ټول ژوندی دی درسونه وایی، مفامونوکی دی که که دکوڼدی ځوی ویلی چی پلار می مجا هدینو وژه بیا ورته وایی چی استا وژل هم راودی ، ځکه ته هم مکتب ته ځی او په اینده کی به داکتر یا انجنر شی ولی مدرسی ته نه ځی، ما او تا ته دعریبی ژوند دصحا به ژوند معرفی کوی، خو خپله ضد زری موتر کی ګرځیدل دزمانی تقا ضه ګڼی. چا چی دین اصلی مسیر پریښی او دخپل ځان په ګټه یی څرخولی هغوی ټولی شرمیدلی ولی شرم سپی ندی چی ددوی په قبرونو او کورنو مخی ته وعا پی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.