شيرينه مينه/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

  لکه عسل لکه شراب ده خوږه
مینه د ستا لکه ګلاب ده خوږه

هیڅ ترنم دې تر نامه نه رسي
نغمه دنوم دې تر رباب ده خوږه

خوند د شکرو ورته نه رسیږي
د شرابونو له دریاب ده خوږه

درځینې زار دې زما مور او پلار شي
مینه شیرینه له احباب ده خوږه

زار له میم حا او له میم داله شمه
دا مجموعه له هر کتاب ده خوږه

د وصال تندې دې نیولی ګله
عاکفه مینه په هر باب ده خوږه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.