دریغه چې ده دا تعقل هغه مهال په ځان کې پیدا کړی وای چې دی د امریکايي هوايي ځواکونو لخوا افغانستان ته را دیسانت کیدو.

د حامد کرزي تر وخت تیر اعترافات

نن ټکی اسيا سرمقاله : پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي یووالي حکومت د دویمې کلیزې د پوره کیدو په مناسبت له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کړې.

په یادې مرکې کې نوموړي په یولړ څرګندونو سربیره پر دې خبرې هم اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه د خارجي قوتونو پرمټ په مخ ځي او بهرنيان زمونږ په هیواد کې د جګړې د دوام هڅې کوي.

نوموړي وايي (( طالبان هم افغانان او د دې ولس بچیان دي ، خیر دی که څو ولایتونه د هغوی له خوا ونیول شي ، هغوی پلي راځي او سیمې نیسي ، مونږ ولې په امریکايي الوتکو کې ورشو او له هغوی نه سیمې ونیسو؟ د شوروي له راتګ څخه تر اوسه پورې افغان پوځونه د پردیو په ګټه د افغانستان او زمونږ د خلکو په ضد جګړه کوي((
ښاغلی کرزي په داسې حال کې طالبان افغانان او بهرنيان په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل بولي چې پوره څوارلس کاله يي د همدې بهرنیانو په مټ د خپل ولس په خلاف جګړه وکړه.

د ګونتنامو او بګرام محبسونه د ده په واکمنۍ کې په افغانانو ډک شول، د اروزګان په شمول په ننګرهار، لوګر، پکتیا، کندوز او… ولایتونو کې د ده د واکمنۍ په مهال د واده مراسم بمباري او په سلګونو تنکي ماشومان ، ښځي او ولسی کسان ورکي ووژل شول.

د ده په واکمنۍ کې امریکایانو په افغانستان کې جګړه پیل کړه ، تمویل یې کړه او د هیواد ګوټ ګوټ ته يي ورسوله ، همدا ښاغلی کرزی و چې امریکایان ورته تر افغانانو ډیر د اعتبار وړ وو ، تر دې چې ده د خپل ځان د محافظت باور هم پرهغوی کړی و.

همدا کرزی و چې د مزدور کارمل په څیر په امریکايي څرخکو کې سپور افغانستان ته راوستل شو ، د هغوی په مرسته په ارګ ننه ایستل شو او دهغوي د وسلو او ډالرو په وسیله يي پر افغانانو یوه کرغیړنه جګړه تحمیل کړه .

دریغه چې ده دا تعقل هغه مهال په ځان کې پیدا کړی وای چې دی د امریکايي هوايي ځواکونو لخوا افغانستان ته را دیسانت کیدو.

کاشکي نوموړی هغه مهال امریکایانو ته ویلي وای چې ستاسي B52 ډوله بم غورځوونکو الوتکو او کروز میزایلو ته هیڅ اړتیانشته ، زه هم افغان ، طالبان هم افغانان ، او افغانان د بهرنیانو له مداخلې پرته د مفاهمې او مشورې له لاري خپلې ستونزې ښې حل کولای شي.

اوس ښاغلی کرزی باید پوه شي چې افغانان ډیر هوښیار شوي او د هرچا له دغه ډول تصنعي کړنو او څرګندونو څخه د هغه اصلي هدف ډیرژر درک کولای شي ، نوموړي ته په کار ده چې نور په دغه ډول تیر ایستونکو څرګندونو سره د افغان ولس عواطف او احساسات مسخره نه کړي او نه هم له هغو څخه ناوړه استفاده وکړي.

به‌ هر رنګی که خواهی جـامه‌ ميپوش‌
مـن‌ از طـرز خـرامت‌ میشنـاسم‌



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.