افغانستان او بنګلادیش تر منځ دوهمه سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن له بنګلادیش سره په پلازمېنه ډاکه کې دوهمه یو ورځېنۍ لوبه ترسره کوي.

پچه افغانستان وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړله.

افغانستان د دغې لوبو لومړنۍ لوبه په ډيرو کمو منډو بنګلادیش ته وبایلله.

نننۍ لوبه د افغانستان لپاره ډير د اهمیت وړ ده ځکه په بایللو سره به یې سیریز وبایلي او په ګټلو سره به سیریز برابر او د درېیمې لوبې اهمیت به خورا ډير پاتې شي.

داسې راپورونه ورکول کیږي چې ښايي په لوبډله کې یو شمېر بدلونونه راشي او د نوین الحق پر ځای فرید واخېستل شي.

لوبه د افغانستان پر وخت یوه بجه پیلیږي.

 



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.