هند او بنګلادیش د سارک په ناسته کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): هند او بنګلادیش اعلان کړی چې د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) په غونډه کې چې ټاکل شوې ده په نومبر میاشت کې به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي، ګډون نه کوي.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان او بوټان هم ښايي د سارک په ناسته کې ګډون ونه وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوارپ په ټویټر لیکلي چې «سیمه‌ییزې همکارۍ او ترهګري یوځای نه شي سره کېدلای، له همدې کبله په اسلام اباد کې د سارک په ناست کې ګډون نه کوو».

همدا راز د بنګلادیش د بهرنیو چارو وزیر شهریار عالم فریس پریس خبري اژانس ته د یوه پیغام له لارې منلې چې دغه هېواد استازي به د سارک په ناسته کې ګډون نه کوي.

هندي رسنۍ وايي چې بنګلادیش له دې کبله په اسلام اباد کې د سارک په ناسته کې ګډون نه کوي چې پاکستان د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. راپورونه وايي چې افغانستان او بوټان هم اراده لري چې د سارک په ناسته کې ګډون ونه کړي.

افغانستان او بوټان تر دې دمه رسما د سارک په ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

هند تر هغه وروسته په سارک ناسته کې د ګډون څخه انکار وکړ چې په کشمیر کې د هند په پوځ خونړی برید وشو او لږ تر لږه ۱۸ هندي پوځيان په کې و وژل شول.

هند د دغه برید پړه په جیش محمد ډلې واچوله او ادعا يې وکړله چې تر شا یې د پاکستان لاس دی. پاکستان د هند توورنه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه هېواد غواړي د کشمیر د وروستیو تاوتریخوالي څخه د نړۍ مخ واړوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.