مسلمانو خویندو ته

حامد افغان

پتمنو خویندو! د مسلماني څو مهمې او ګټورې مشورې درته لیکم، داسې مشورې چې په برکت به یې ستاسو عام ورځني کارونه ستر دیني عبادتونه وګرځي، کله چې عادي کار عبادت شي؛ لویه خبره یې بویه، ګټه به یې دا وي چې هم به مو کورني کارونه سر ته رسولي وي او هم به مو پریمانه ثوابونه ترلاسه کړي وي.

حدیث کې راغلي چې هر کار او عبادت په نیت پورې تړلی دی، إنما الأعمال بالنيات. رواه البخاري، نو که ظاهراً یوه عادي کار ته ښه نیت وکړل شي هغه عبادت ګرځي او دا خبره شریعت کې روښانه ده. د بېلګې په توګه کله چې تاسو د کور، خونو او انګړ د پاکولو او جارو کولو اراده وکړئ، دا کار له لارې د ضرري شیانو لیري کولو په نیت پیل کړئ، لارې نه ضرري شیان لیري کول حدیثو کې لوی عبادت او د ایمان برخه عمل بلل شوی دی، نو د کور په جارو کولو به مو خورا زیات ثوابونه ترلاسه کړي وي.

یا چې کله د لوښو مينځلو اراده وکړئ، دا کار د نظافت او پاکي مراعت کولو په نیت پیل کړئ، حديث کې پاکي او نظافت مراعت کول د ایمان برخه بلل شوی دی، الطهور شطر الایمان. نو همدا ورځنی عام کار به مو په دې نیت سره ستر عبادت وګرځي.
کله چې ډوډۍ تیاروئ، نیت ورته نوئ کړئ، هغه داسې چې یو چا ته د خیرات او ډوډۍ ورکولو نیت وکړئ، چاته ډوډۍ او خیرات ورکول قرانکریم او نبوي حدیثو کې خورا مهم او لوی عبادت بلل شوی دی. او تاسو به په دې نیت سره د دې ستر عبادت ثوابونه او اجرونه ترلاسه کړئ.

کله چې زامنو او لوڼو سره د هغوی په ورځنیو درسونو کې مرسته کوئ یا مشران د هغو مرستې ته هڅوئ، یا هغوی ته وایئ چې کورنۍ دنده ترسره کړئ؛ دې کارونو کې د تعلیم او زده کړي نیت وکړئ، په دې نیت سره به مو حدیثو کې د زده کړو او علم ترلاسه کولو بیان شوي فضيلتونه او ثوابونه ترلاسه کړي وي. خیرکم من تعلم القرآن و علمه.

میلمه پالنه د انبیاو علیهم السلام سنت دی، حدیث کې راغلي دي: څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري د میلمه احترام دې وکړي، من یؤمن بالله واليوم الاخر فلیکرم ضيفه. کله چې کور ته میلمانه راشي به همدې نیت یې خدمت پیل کړه، نو همدا د میلمه پالنې ثوابونه به مو ترلاسه کړي وي.

په کور کې له پلار و مور، خواښې و خُسر او نورو اړوند خلکو کومه بېخونده خبره واورئ دا د مشرانو د احترام او درنښت په خاطر وزغمئ، د مشرانو احترام او په کشرانو شفقت نبوي امر دی او د رسول الله امر ته غاړه کېښودل لوی عبادت دی. ليس منا من لم يرحم صغيرنا ويوقر كبيرنا.

داراز د کوم ناروغ پوښتنې ته ورځئ، د ناروغ پوښتنې په نیت ورشئ چې هغه شریعت کې د یوه مسلمان په بل حق بلل شوی دی، یا پلرګنۍ او خپلوانو ته ورځئ نو د صله رحمي او خپلوي پالني په نیت ورشئ او دا هم خورا ستر عبادت دی، یا چا ته تحفه او ډالۍ ورکوئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر منلو په نیت یې ورکړئ، هغه فرمايي: تاسو خپلو کې یوه بل ته ډالۍ ورکوئ پخپلو کې به مو مینه پیدا شی. یا الله! زموږ ټول عملونه ستا لپاره وګرځوه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.