حکمتیار له کرزي غوښتي چې د سولې هوکړې د لاسلیک ناسته کې ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): حزب اسلامي پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي چې د سولې هوکړې د لاسلیک په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه /ستمبر ۲۹مه/ به ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار په ارګ کې د سولې هوکړه لاسلیک کړي. حکمتیار به د ویډيو کنفرانس له لارې په ناسته کې ګډون وکړي.

د حامد کرزي دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې کرزي د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر امین کریم سره وتل.

خبرپاڼې له مخې د حزب اسلامي استازو د انجینر ګلبدین حکمتیار په استازیتوب، حامد کرزي ته په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د موافقتنامې د لاسلیک په موخه جوړېږي.

حامد کرزي د ګلبدین حکمتیار له بلنې په مننې سره، د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي له یو ځای کېدو خوښي څرګنده کړه، دغه نېک اقدام یې په هېواد کې د سولې او آرامۍ او د ورورګلوی د فضا د ټینګښت لپاره یو ارزښتمن ګام وباله.

هغه هیله څرګنده کړه چې د حزب اسلامي راتګ به د سولې ممد واقع شي.

کرزي وویل چې د افغانستان خلک هره ورځ د پردیو مفاداتو لپاره وژل کېږي نو پکار ده چې د افغانستان ټول خلک په اتحاد او اتفاق د دغه ناورین مخه ونیسي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.