د حقايقو تر تله

ف، فايض

زياتره وخت چې د څه ليكلو لپاره قلم را واخلم نو حيران شم چې څه وليكم، دا په دې معنا نه چې د څه ليكلو موضوع راسره نه وي؛ بلكې موضوعات دومره ډېر وي چې سړى حيران شې چې كومې موضوع ته لومړيتوب وركړي او څه وليكى. متأسفانه افغانستان دا څلور لسيزى وشوې چې د وينو د سيلابونو كوربه دى، سلګۍ سلكۍ دى او ژړا ژړا ده، زګيروي دي فريادونه دي، ساړه ساړه اسويلي دى چې دا هر څاڅكى وينه، هره سلګۍ، هره ژړا، هر فرياد او هر اسويلي د ليكلو لپاره يوه بهترينه موضوع ده، هغه روانې سيمه ييزې او نړيوالى توطيې خو لا پر ځاى پريږده، خو زه ډېر افسوس او ډېر تعجب كوم چې له دې دومره اوږدو تجاربو سره موږ لا هم هغه د استاد صميم په اصطلاح «سړي» نه شو؛ نه مو ځان وپېژاند، نه مو خپل چم ګاونډ وپېژاند او نه مو نړۍ وپېژنده، موږ اوس هم څوك د احساساتو پر نيلي سپاره يو، څوك د عواطفو له مخې چلند كوو، مشر كشر راكې معلوم نه دى، عالم او غير عالم راكې معلوم نه دى، موږ د انسانانو وزن د هغوى پر پيسو او امكاناتو كوو، كه د خره سكنى ورور وي خو چې پيسې يې درلودى، د كروزينونو او هايلكسونو په كتارونو كې ګرځېده كه څه هم چې دوه خرو ترمنځ كې پاو وربشې نه شي وېشلاى، هغه موږ ته سړى ښكاري، خو ددې سرچپه كه د منطقې او جهان په كچه عالم وي، خو چې پيسې، موټر او كور نه لري، څوك د هغه سلام هم نه اخلي. همدا علت دى چې همدا اوس زموږ د دكتورا خاوندان وزګار ګرځي يا په فرعي كارونو لګيا دي، خو هغه چې «مربی» لري كه هېڅ يې نه وي زده په يوه ځاى كې پر ډالري معاشونو مقرر وي خو خواران لا اصلاً پر دې پوهېږي نه، چې زموږ دنده څه ده. ددې بېلګې په مطبوعاتو كې خپرې شوى او ادرسونه يې هم په ګوته شوي؛ خو كاشكې يو ادرس همداسې واى؛ بلكې چې هر وزارت ته سر ورښكاره كوې يا كومې بلې ادارى ته نو همدغه يوحال دى. ريښتيا خبره دا ده چې زه په پاكستان كې د … ( اداري فساد) او اقربا پرورۍ(خپلوي پالنه) له اصطلاح سره اشنا شوم ځكه تر كومه وخته چې زه په هېواد كې وم او لامې هجرت نه و كړى، كه څه هم هغه مهال هم اداري فساد وو، خو دومره نه چې يوه غوغا دې پورته كړي، ټولې نړۍ دې افغانستان ته ګوته نيولې وي او هره شيبه دې يې د افغان حكومت سترګو ته نېغ نېغ كوي، همدغسې د مخدره موادو كاروبار او قاچاق هم درواخله.

بښنه غواړم مقدمه رانه لږه اوږده شوه او اوس خو نو لاغوره طريقه دا ده چې څوك ليكنو ته مقدمې نه وركوي او نېغ په نېغه اصل موضوع ته ورننوزي؛ خو ما د موضوع د يو څه سپيناوي په خاطر له همغې زړې تګلاري نه كار واخست. وړمه ورځ د ميزان پنځمه(۱۳۹۵) كابل ته د طالبانو راننوتلو او د پخوانى كمونست كه د ولسمشر اصطلاح ورته وكارولى شو ولسمشر(ډاكټر نجيب) د وژل كېدو ورځ وه، په دې ورځ خو د تلويزيونونو غوا هم لنګه وي له دې او هغه ځايه څو كسان راغونډ كړي، مټۍ يې په مخ كې كښيږدي او منداڼو په كې وركړي او هر يو په خپل وار ددې مټۍ مستې شاربي. ما په دغه ورځ د شمشاد تلويزيون تاوده بحثونه چې زياتره وخت يې ګورم وكتل، ميز ته د خلق دموكراتيك ګوند دوه پخواني غړي، يو خادست چې طبعاً به هغه هم يا خلقى و يا پرچمى، د ولسي جرګې يو له تاريخه ناخبره او د احساساتو پر نيلي سپور غړى او دغسې يو مجاهد عالم او يو د طالبانو پلوي شنونكى راغوښتل شوي وو. په دې بحث كې پر نورو جزئياتو هم خبري وشوې خو مركزي ټكى دا و چې طالب يوه پروژه وه كه يو خودجوشه حركت او همدارنګه ډاكټر نجيب الله ولى ووژل شو او په ضمني توګه د ملا بورجان پر وژل كېدو هم خبرې وشوې.

كله به چې وار كمونستانو ته ورغى، نو له مجبورې ورځې به يې د خلق دموكراتيك ګوند ته هم يوه وړه لوټه ور وار كړه؛ خو چې وار به مجاهدينو او طالبانو ته ورغى نو بيا به يې په هغو پسي كوتك را واخست. د ولسي جرګې هغه خواركى غړى خو تردې اغيز لاندې راغلى و چې ډاكټر نجيب الله شهيد او ډاكټر نجيب شهيد، هغه پر دې نه پوهېده چې «شهيد»او «شهادت» اسلامي كلمات دي او ددې لپاره تر ټولو د مخه پر اسلام ټينګه عقيده او ايمان لرل په كار دى، حال دا چې نجيب يو ښكاره او پيژندل شوى كمونست او د خلق دموكراتيك حزب غړى و او دى حزب خو ان له ۱۳۴۳ (۱۹۶۵) نه په افغانستان كې د مسكو او كا جى بى په اشاره سياسي منډې ترړې كړې وې او ددې ګوند فكري تګلاره دا وه چې د افغانستان د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او نورو ناخوالو د علاج لپاره يې له مسكوه د «كمونيزم» نسخه له ځانه سره راوړې وه، هغه نسخه چې په پخوانۍ شوروي امپراتورۍ كې يې د ولسونو غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه شو ويلاى او له ۱۹۱۷ نه يې تر ۱۹۹۱ پورې د برچې په زور حكومت وكړ، هر ډول ازادۍ يې د بيان له ازادۍ نه نيولې تر سياسي او اقتصادي ازاديو پورې سلب كړې وې او په ميليونونو وګړي يې د كمونيزم د استبداد په ساطور ووژل خو بالاخره پخواني شوروي هم سقوط وكړ؛ د كمونيزم باد هم ووتل او ټولو نړيوالو ته جوته شوه چې دا يوه ډېره ناسمه نسخه وه. د منطق يوه كليه ده اوهغه دا چې «د ضردينو اجتماع محاله ده» دا نه شي كېداى چې يو سړى دې هم مسلمان وي او هم كمونست؛ بلكې يوبه وي، يا به مسلمان وي يا به كمونست وي، كه دا ادعا كېږي چې نجيب مسلمان و نو بيا يې دوستان دې خبرې ته څه ځواب لري جې خير هغه دا يو عمر د كمونيزم د حاكميت لپاره مبارزه د كوم ضرورت له مخې وكړه، هغه د خپل خاد د رياست په دوران كې او همدارنګه د جمهوري رياست په دوران كې دا په لسګونو زره مسلمانان په كومه ګناه او زياتره بې محاكمې شهيدان كړل؟ حقيقت دا دى چې لمر په دوو ګوتو نه شي پټېداى. كه داسې وي نو حفيظ الله امين خو به تر نجيبه هم ښه شهيد وي ځكه هغه روسانو وواژه او تره كى چې حفظ الله امين يې پر خوله بالښت وركېښود، هغه ته څه نوم وركوي؟

نجيب يو كمونست و، يو عمر يې په هېواد كې د كمونيزم د حاكمولو لپاره هلې ځلې كړى وې، كله چې پرچميان د امين له خوا له هېواده وشړل شول، نجيب په ايران كې سفير شو او كله يې چې له سفارته هم لرې كړ او ټول پرچميان لكه ببرك، اناهيتا، نور احمد نور، نجيب او نور د كا جى بى د يوه پلان له مخې مسكو ته وروغوښتل شول، نجيب په ايران كې د افغاني سفارت پنځه لكه ډالره بودجه هم له ځانه سره وتښتوله او بيا د ۱۳۵۸ د جدى پر شپږمه له ببرك، اناهيتا، نوراحمد نور، سيد محمد ګلابزوى، شيرجان مزدور يار، رسلم وطنجار سروري او نورو كمونستانو سره د روسانو پر ټانكونو سپور كابل ته راغى او د مرحوم حافظ عبدالرحمن خبره:

په اقتدار باندې يې داوود مړكړو

بيا يې تره كى لعين مردود و مړكړو

بيا يې امين غوندې نمرود مړ كړو

اوس په ببرك به كابل مرد وزنان وژني

دا څومره خندنى او احمقانه خبره ده چې يو شمېر نجيبيان ادعا كوي چې نجيب روسان له افغانستانه وايستل او د روسانو د وتلو ورځ يې د افغانستان د نجات د ورځې او د جدى شپږمه يې د روسانو د اشغال د ورځې په نامه ونوموله، ايا نجيب پخپله د روسانو په ركاب كې له مسكوه كابل ته رانه غى؟ بيا نو هغه څه ډول پر ځان عريضه كوي او د جدى شپږمه د روس د اشغال د ورځې په نامه نوموي او څوك چې دده سياسي شخصيت د مسكو او كمونيزم په چوپړ كې مطالعه كيداى شي څه ډول روسان له افغانستانه وباسي او د وتلو ورځ يې د نجات د ورځې په نامه يادوي؟ ايا ببرك روسانو له جمهوري رياسته لرې نه كړ او نجيب يې جمهور رئيس نه كړ؟

حقيقت دا دى چې روسانو ماته وخوړه او سيمه ييزه او نړيواله فضا هم كاملاً د روسانو پر خلاف شوه، خو هغوى همدا ښه وګڼله چې له افغانستانه ووځي. ارواښاد غلام محمد زرموال په خپل ارزښتمن اثر«افغانستان تر وروستي افغانه» كې كاږيږي چې روسان پر افغانستان د خپل تجاوز په لومړيو كلونو كې پوه شول چې تېروتل او غوښتل يې دا تېروتنه له افغانستانه په وتلو تلافي كړى، خو هغوى د اوړو يوه پوزه غوٰښته او دا پوزه چا ورته نه كښېنوله. حقيقت دادى چې روسان په يوه دلدل كې ونښتل او علت يې خپله ناسمه محاسبه وه، بيا خو نو روسانو او كمونيزم يواځې د افغانانو نه؛ بلكې د ګردې اسلامي نړۍ او همدغسې د لوېديزي نړۍ دښمنان هم وو، نو هر څوك راته دا په دلدل كې نښتى«ییږ» يې يو څو كوتكه واهه. څوك چې نجيب ته د روسانو د ايستلو وياړ وربخښى يا له حالاتو او جرياناتو نه سخت ناخبره خلك دي او يا هم دومره سپين سترګي دي چې غواړي له خپل بوټ او جمپر سره هم د افغان ولس او هم د نړيوالو په سترګو كې ورننوځي حال دا چې د هغوى دغه ډول احمقانه قضاوت هيڅوك هم نه مني؛ نو هغه څوك چې د نجيب د فكر ملګري دي هغوى دې بېځايه هڅۀ نه كوي او هغه چې غوليدلي او له تاريخه ناخبره دي، لږ دې ځانته د مطالعې زحمت وركړي او هسې ړانده قضاوتونه دې نه كوي.

البته تر روسانو د مخه انګريزانو په هند كې ډېره موده تېره كړه خو چې كله پوه شول چې نور په هند كې ورته پاتې كېدل ممكن نه دي، له هنده يې د وتلو پريكړه وكړه او سبا يې ته په جنوبي آسيا كې د خپلو ګټو د خوندى كولو لپاره هند تجزيه كړ او د هند په هغه ډېره حساسه سيمه كې يې خپل پلوي هېواد تشكيل كړ. پاتې شوه د نجيب د وژل كېدو مسأله، هغه څوك چې د نجيب په اړه ساده او سرسري قضاوتونه كوي چې يا طالبان راغلل، پلانى ملا صيب راغي او بستانى ملاصيب راغى او نجيب يې وواژه يا د طالبانو په ليكو كې د جنرال تڼي ملګري لكه ښاغلى رزاق مامون يې چې په خپل كتاب «رازهاى خوابيده» كې ادعا كوي راغلل او نجيب يې وواژه، زه دا امكان نه ردوم چې كېداى شي هم له طالب او هم د تڼي له ملګرو نه د نجيب په وژلو كې ابزاري ګټه اخستل شوي وي؛ خو حقيقت دا دى چې د نجيب د وژل كېدل تر دې ډېرې ژورې ريښې لرى چې د هغه وژنه يا د طالبانو د احساساتي پريكړي يا د تڼي د ملګرو د غچ اخيستني يو اقدام وبولو. دا مسايل كېداى شي حاشيوي نقش ولر خو اصلي ريښې يې ډېرې ژورې تللي دي. همدارنګه د استاد رباني شهيد وژل خو همدومره ساده خبره نه وه چې يو ځانمرګى د پيغام راوړونكي په جامه كې راغى او چې كله استاد رباني ته راغي، انتحار يې وكړ او استاد يې شهيد كړ. تر هغه وروسته مولوى ارسلا رحماني ولي شهيد كړاى شو؟

ددې خبرو تل ته رسېدل، ډېر فكر او ډېره څېړنه غواړي، د سيمې او ګاونډ د هېوادو له سياستونو نيولې د لويو هېوادوتر سياسي اهدافو پورې پر دې هر څه ځان پوهول غواړي، همدارنګه د ملا بورجان وژنه دومره ساده نه وه چې په وريښمين تنګي كې د سيند له هغې غاړې نه يوه كس آر پى جې راكټ واركړ او ملا بورجان پكې شهيد شو، د خداى پار دى هغه څوك چې په تاريخ او سياسي جرياناتو نه پوهېږي ولى په تلويزيونو كې كښېنى او خپل وخت هم ضايع كوي او د خلكو هم،



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.