کرکټ: بنګلادیش د افغانستان پر وړاندې مات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان بنګلادیش ته په دوه ویکټو ماتې ورکړله او  د درې لوبو لړۍ یې ۱-۱ برابره کړله.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان بنګلادیش ته د هغوی په کور کې ماتې ورکوي.

کپتان اصغر ستانکزي نن پچه وګټله خو د لوبغالي حالت ته په کتو یې د لومړۍ توپ اچونې پریکړه وکړله. د نوموړي پریکړه هغه مهال بریالۍ ثابته شوه چې بنګلادیش په ۵۰ منډو خپل لومړني دوه لوبغاړي د لاسه ورکړل.

وروسته محمدالله او مشفق الرحیم منډې تر ۱۱۱ ورسولې. محمدالله د نوین الحق په بال وسوځېد. د نوموړي تر سوځېدو وروسته بنګلادیش لوبغاړي ډیر ژر ژر وسوځېدل. مشفق الرحیم په ۱۲۲، شکیب الحسن په ۱۳۸، صابر رحمن په ۱۳۸، مشرفي مرتضی په ۱۴۱، تاج الاسلام او تسکین احمد په ۱۶۵ منډو وسوځېدل.

دغه مهال برېښیدله چې بنګلادیش به تر ۱۷۰ پورې محدود شي خو د سپينر بالرانو نه شتون او د مصدق حسین پیاوړې لوبې منډې تر ۲۰۸ پورې ورسولې. بنګلادیش افغانستان ته نسبتا ښه هدف وټاکلو.

د افغانستان له لوري بیا ځوان بالر راشد خان خورا ښه وچلېد. هغه په ۱۰ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخېستلې. سربېره پر دې یې تر پایه بنګالي توپوهونکي تر خورا تاثیر لاندې راوستي وو.

همدا راز نبي بیا خپله تجربه ثابته کړله. هغه په ۱۰ اورونو کې درې یې ميډن وو یواځې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخېستلې. میرویس اشرف هم دوه، رحمت شاه او نوین الحق یوه یوه ویکټ واخېستله.

نننۍ لوبه کې د کپتان اصغر ستانکزي وړتیا بیا د کرکټ تبصره کوونکو لخوا تر نېوکې لاندې راغلله او په وینا یې په نننۍ لوبه کې ورو بالرانو ته تر هر څه زیاته اړتیا وه چې نوموړي ونه چلول. مثلا رحمت شاه دوه اورونه تر پایه پاتې شول او سمیع الله شینواری لا هم کېنول شوی و.

د افغانستان توپوهنه په پیل کې ښه نه وه. نوروز منګل او رحمت شاه په ۱۴ منډو وسوځېدل. رحمت شاه د لوبڅار (امپایر) ناسمې پریکړې قرباني شو. تر هغه وروسته حشمت الله شاهدي له محمد نبي سره یوځای منډې تر ۵۹ ورسولې، فشار یې تر ډيره کم کړ خو همدا مهال شاهدي د مصدق حسین په بال وسوځېد. وروسته محمدشهزاد د شکیب الحسن په بال د شاټ وهلو هڅه وکړله خو کیچ وسوځېد. هغه ۳۵ منډې جوړې کړلې.

افغانستان په ۶۳ منډو څلور مهمې ویکټې د لاسه ورکړلې او سخت تر فشار لاندې و. خو کپتان اصغر ستانکزي او محمد نبي لوبه کنترول کړله او منډې یې تر ۱۷۴ پورې ورسولې. وروستیو اورونو کې سپینرانو بیا هم له افغان لوبغاړو لاره خطا کړې وه. نبي ۴۹، اصغر ۵۷ او نجیب الله ځدران ۲۲ منډې جوړې کړلې.

افغانستان د وروستي اور په څلورم بال تر یوې سختې سیالۍ وروسته لوبه وګټله.

د لوبې ښه لوبغاړی محمد نبي وټاکل شو.

درېیمه لوبه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.