د مينې لښکر/صهيب افغان

صهيب افغان

دا چـې زړونــه مــو فريـاد کـړي دى اثــر د مينـې
کلـه بـه رانشــي پــه مونــږ بانـدې اختـر د مينــې

د يـار لپــاره د فــراق ژونــدون کې خونــد لټــوو
کړو پرې مزل کـه مو رالنـډ کــړ دا سفــر د مينــې

چې پـه راتګ بانـدې يې مـړاوې غوټـۍ وخنديږي
خدايه يو ځل خو راښکاره کړې داسې لمر د مينې

کـه مجاهـد اشنــا مې ستـړى لــه سنګـر نـه راغـى
کړي به پـه مونږ بانـدې اختـر دا مازديګـر د مينــې

چې راتـه مخکې وي او مونـږ ورپسې ستړي روان
څومره عجيب غونـدې بـه ښکاري دا منظر د مينې

چـې يې پـه مينه راتـه راکـړي او نشـه غوندې شو
د جانـان دغه کـار به خونـد کـړي په کوثـر د مينې

چـې له ستړيـا نـه يې څيرو کې انقلاب ښکاريـږي
شي بــه ارام پـه جنتـــو کــې مسافـــر د مينــــې

چـې د توحيــد لپــاره ستــړي تــر منزلــه درومـي
ربــه حاکــم کــړې پــه دنيــا دغــه لښکــر د مينـې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.