ارګ: افغانستان د سارک په غونډه کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د افغانستان حکومت د نومبر په میاشت کې ترسره کېدونکې د جنوبي اسیا سیمه‌ییزو همکاریو سازمان (سارک) غونډه کې چې ټاکل شوې وه په اسلام اباد کې به ترسره شي، د امنیتي ستونزو له کبله ګډون نه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي چې سږکال د سارک ناسته په اسلام اباد کې جوړیدله او تر کومه چې د سیمې امنیتي ستونزې حل نه شي په دغه ناسته کې ګډون نه کوي.

هغه زیاته کړله چې د سارک ناستې هر کال د دغه سازمان غړو په یوه هېواد کې جوړیږي چې په بېلابېلو موضوعاتو پرې بحث کیږي او سږ کال د دغې ناستې کوربه پاکستان و.

تر دې وړاندې بنګلادیش او هند هم ویلي وو چې د سارک په ناسته کې ګډون نه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.