حکمتیار او اشرف غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۸مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي افغانستان امیر ګلبدین حکمتیار د ویدیو کنفرانس او ولسمشر غني د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د سولې هوکړې لاسلیک پر مهال د حکومت نېږدې ټول چارواکي، پخواني جهادي مشران او پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود.

لومړی ګلبدین حکمتیار د ویدیو  له لارې ګډونوالو ته وینا وکړله او وروسته یې د سولې هوکړه لاسلیک کړله. تر هغه وروسته اشرف غني هوکړه لاسلیک او بیا یې وینا وکړله.

ګلبدین حکمتیار وویل چې دوی هغه مهال د سولې مذاکرات پیل کړل چې ۹۰ سلنه بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل. هغه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه بهرنیو ځواکونو ته د پاتې کېدو زمېنه برابروي.

arg-sign حکمتیار د عراق مثال ورکړ چې د جګړې له لارې یې امریکايي ځواکونه مات نه کړل خو د پارلمان د یوې پریکړې وروسته یې امریکايي ځواکونه وویستل.

هغه په طالبانو غږ وکړ چې د دوی پر لاره روان شي او د د سوله‌ییزې لارو څخه خپل اهداف عملي کړي.

«طالبان او د رژیم نور مخالفین دې په مذاکراتو کې زړورتیا او جرأت سره برخه واخلي. خپلې شرعي غوښتنې دې وړاندې کړي، موږ به یې ملاتړ وکړو».

غونډې ته ولسمشر غني وویل چې جګړه ځوان نسل نه ده پيل کړې، بلکې څو لسيزې پخوا مشرانو پيل کړې او همدوی يې بايد پای ته ورسوي.

اشرف غني زیاته کړله چې د حزب اسلامي سره مذاکرات د اساسي قانون په چوکاټ کې شوي دي.

«په دې موافقه لیک کې داسې هېڅ نشته چې خدای نخواسته د اساسي قانون سره مخالف وي». هغه وویل چې «د سیمې هېوادونو قوانینو ته په کتو زموږ اساسي قانون کې تر ټولو زیات اسلام ته توجه شوې».

د سولې هوکړې د لاسلیک ناستې ته اجراییه رییس ډاکتر عبدالله هم وینا وکړله. هغه د سولې هوکړې لاسلیک تاریخي وباله او دا يې د سولې په راتګ کې مثبت ګام وګڼلو.

ډاکتر عبدالله د حزب اسلامي سره د سولې اوږد بهیر په اړه د وینا پر مهال وویل: «غيرت بهير راته د فرانسې سفارت کې وويل، چې نور مو په سيرينا هوټل او د فرانسې په سفارت کې زړه په تنګ شوی، بايد سولې ته ورسيږو او موږ هم ډاډ ورکړ».



3 تبصرې

  1. ټول ملت ته دی مبارک وی الله دی مونګ ټول په یو تعر سره کینوی ، بس دوشمن مو ډیر هوښیار دی ، یو ته یو نوم ورکوی بل ته بل نوم با ید مونګ دپوره خوصلی څخه کا رواخلو دنړیوال سیا ست مطا بق خپل سیا ست عبا رکړو. ترهرڅه دمخه مونګ اتفاق ته ضرورت لرو چی متا سفه مونګ یی نن ورځ نلرو. ټولی مخا لفی ډلو نه دملت عوښتنه ده چی راشی او خپل ګران هیواد په ابادولو کی برخه واخلی، امریکا یا روس یا چین او پا کستا ایران ټول دخپلو ګټو په خاطر کارکوی. مونګ داسی نشو کولی چی هیڅ ملک سره با ید رابطه ونلرو هرملک سره با ید دخپلو ګټو په خا طر رابط ولرو ، کله چی مو اقتصا د برابر شو، زور مو برابر شو بیا به نور ملکونه مونګ سره رابطه جوړول عواړی ځکه چی احتیا ج به وی نن خو مونګ هرڅه ته احتیاج وی، دبل په وسلی جنګیږو خپل ورونه سره وژنی او هغوی کارخانی په درز سره مونګ وسلی او بمونه جوړه چی دیو ډیر عت کاروبا د دی نن په دنیا کی.دیو سو کاله او اباد افغانستان په هیله

  2. ډيردتآسوپ ځای دی چې داپنځه ديرش کاله دافغانستان مظلوم اومجاهدپال اولس دهمدي منافق په منافقت يقين نه درلوداوخپل اولادونه ،مالونه اوهرڅه به يې دکلب الدين ترچترلاندې په دي توګه قرباني کول چې داسړی مجاهداومسلمان دی اوس نوروښانه شوه چې همدغه سړي خپل منافقت بربنډاوپه ارګ کي يې له اشرف ګنجې سره دعسويت دين قبول اوديهودانوغلامۍ ته غاړه ايشودل امضاءکړداسوله نه دی داپه حقيقت کي دهمدغه آيت کريمه دمسداق ځان ګرځول دي چې الله تعالی فرمايې ولن ترضی عنک اليهودولاالنصاری حتی تتبع ملتهم اوس نوهم داسي شوې چې کلب الدين حکومتياردامريکايانويهودواونصاراوودين قبول کړاودونيايې هم دکفاروپه غلامي کي شوه او په اخرت کي به هم انشاء الله ليهغوی سره يوځای راپاڅې اوددغلامي ليکل شوی امضاشوی خط به يې په لاس اودالله تعالی حضورته به تورمخ ولاړوي اوهغه دده يډيويې ويناوي به ورباندي شاهدي وي چې ده به دمسلمانانوپه سترګوکي خاوري وردوړولي .

  3. هغه څوک سوله یا روغه جوړه کوی چه جنګ کی وی ، حزب کله به جنګ کی وو ، او که وو هم دمقاومت سره په جنګ کی وو .
    دغه جوړه نه ده د داعشی ملیشو مشری حزب ته ورکړی شوه ، او حکمتیار په باګرام نظامی هده کی وو او دی هلته یی د داعشی ملیشو د مشری تړون لاسلیک کړو هغه د اشغلګرو به تور لست کی نه د مظلوم او لس به تور لست کی دی هغه پوهیږی چه د مرمی ضد ګاړی به یی د مظلوم اولس له اهنی منګلو ونه ژغوری ښه به دا وی چه د امریکایانو د تور لست په نوم به د مظلوم اولس له څپیړو ځان خوندی وساتی او برخلاف د داعشیانو به واسطه به د مظلوم اولس وینی لا ډیری نوری توی کړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.