یوڅوک/ رفیع الله اتل

رفیع الله اتل

د پوري کلي پر بدرنګو خپل اختیار پلوري
ازاد ژوندون، کلی، ګودر او هم چینار پلوري

ښکلا،زینت،حیاء ته ژمن تر پایه پاته نه شو
اوس په بدرنګو ښامارانو خپل کردار پلوري

د تروږمیو مین بیا ښار ته سودا پسي ځي
پر تور ماښام راته ویاړلی سپین سهار پلوري

دډیري ستري قافیلې چاري په غاړه واخلي
اوس د ویاړلي قافیلې ها دروند مهار پلوري

د شنو ډالرو مینه شوه پر ډیرو زړو غالبه
د لاس ټوپک د زړه توحید د خُلې اقرار پلوري

ولسه! دا هم د تاریخ پر پاڼي لیک وساتئ
په شنو ډالرو ورته ګوند او هم سالار پلوري

دا بنګلې، موټر، پيسې دومره عادي مه ګڼئ
د دې بدله کښي نن د ګران غازي مزار پلوري

د غرو سرو کي چي یې تل د کمینو دندي وې
د واک په شوق کښي د راکيټو کړنګهار پلوري

اتل حیران دی چي سیاف او رباني چا خپل کړ
چي ځان په ویښه پر غربیانو حکمتیار پلوري



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.