شکر وېستل او ناشکري کول

رضوان الله فيضاني

الله رب العزت په خپل مخلوق باندې بې ساري او رنګ رنګ انعامات لورولي دي چې ځيني يې خاص او ځيني يې عام دي، خو په مخلوقاتو کې يې انسانان خاص کړي دي، انسانانو ته يې هغه څه ورکړي دي چې نورو ته يې نه دي ورکړي د مثال په طور:

انسانان يې اشرف الخلوقات ګرځولي دي، په بهترين شکل او صورت کې يې پيدا کړي دي، عقل او پوهه يې ورکړې ده، په ځمکه کې يې بادشاهان ګرځولي دي، ډېری حيوانات يې د دوی تابعداران او د دوی د خدمت لپاره پيدا کړي دي او داسې نور…

خو په انسانانو کې يې هم ځيني خاص ګرځولي دي چې هغه مؤمنان دي، دوی ته يې نور لوی لوی انعامات هم ورکړي دي چې يو له هغو څخه د الله جل جلاله په وحدانيت باندې ايمان لرل، يوازې د هغه بندګي کول، د توحيد په سپېڅلې عقيده باندې تر آخرې سلګۍ پورې دوام کول او په آخرت کې همدې مؤمنانو ته خپله رضا، لقا، جنتونه او نور نعمتونه ورکول دي .

نو د دې دومره سترو سترو نعمتونو په مقابل کې د الله جل جلاله شکر وېستل ضرور او لازم دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايلي:

فَاذْ کُرُوْانِيْ اَذْ کُرْ کُمْ وَاشْکُرُوْالِيْ وَلَا تَکْفُرُوْنَ .

ژباړه : نو ياد کړئ تاسې ما په قلبي او بدني طاعت سره، نو زه به هم ياد کړم تاسې په ثواب سره، او شکر اوباسئ ما لره په طاعت او مه کافران کېږئ په ما باندې په معصيت سره .

الله جل جلاله د شکر ادا کولو امر کړی دی او له ناشکرۍ څخه يې منعه فرمايلې ده .

په بل ځای کې فرمايي:

لَإِنْ شَکَرْتُمْ لَأزِيْدَنّکُمْ وَلَأِنْ کَفَرْتُمْ اِنّ عَذَابِيْ لَشَدِيْد.

ژباړه : قسم دی که چېرې شکر ووېست تاسې په تېرو نعمتونو احسانونو زما، نو خاماخا زيات به کړم تاسې ته نعمت، او قسم که بې قدري ناشکري وکړه تاسې د نعمتونو احسانونو زما، نو بې شکه عذاب زما خاماخا ډېر سخت دی .

تفسير کابلي د دې آيت کريمه په تفسير کې يوه واقعه رانقل کړې ده چې:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې يو سوالګر راغی، نو دوی هغه ته يوه خرما ورکړه مګر سوالګر هغه خرما وانخسته يا يې لرې وغورځوله، بيا بل سوالګر راغی هغه ته هم رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه دانه خورما ورکړه، ده وويل (( سبحان الله تمرة من رسول الله صلی الله عليه وسلم )) يعنې دغه کجوره يوه تبريکي ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا، رسول الله صلی الله عليه وسلم مينځې ته امر وکړ چې هغه څلوېښت روپۍ چې د ام سلمه رضی الله عنها سره ايښي دي هغه دې هم دغه سائل ته ورکړل شي .

دا د شکر وېستلو برکت وو چې دغه سائل ته الله رب العزت دومره زيات څه ورکړل چې د دغه سائل په تصور کې به هم نه راتلل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

الطّاعِمُ الشّاکِر کَاالصّائِمِ الصّابِر. رواه الترمذي

شکر ويستونکی طعام خوړونکی د صبر کوونکي روژه دار غوندې دی .

خوراک څښاک کوونکی انسان که چېرې شکر اوباسي نو د ده ثواب د صبر کوونکي روژه دار په شان دی او څومره ثواب چې دغه روژه دار ته ورکول کېږي همدومره دې خوراک څښاک کوونکي ته هم ورکول کېږي .

په بني اسرائيلو باندې الله جل جلاله رنګارنګ انعامات وکړل، د فرعون ملعون له سختو او دردوونکو عذابونو څخه يې خلاص کړل، بحر قلزم يې ورته کوڅې کوڅې کړ او دوی پرې پورې وتل، د پاسه پرې ورېځو سوری کړی وو، له اسمانه ورته په دسترخوان کې تيار سره کړي مړزان او تورنجبيل چې يو قسم خواږه شيان دي راتلل، يخې چينې يې ورته جاري کړې وې له هغو يې اوبه څکلې، لنډه دا چې په تياره يې خوړل او څکل او د دنيا له ستومانۍ او تکليفونو نه بې غمه ګرځېدل، بلا تشبيه په دنيا کې يې د جنت غوندې د راحت زندګي تېروله .

خو دا چې هغو بدبختانو ناشکري وکړه، له الله سبحانه سره يې خوسی شريک وګاڼه او د هغه عبادت يې شروع کړ، د بهترينو اسماني غوښو په مقابل کې يې ادنا ترکاري وغوښته، د الله رب العزت احکامات يې و نه منل او له هغو يې سرغړونه وکړه، نو الله سبحانه وتعالی له داسې لوی ذلت سره مخامخ کړل چې تر قيامته پورې به د نورو انسانانو له پاره د عبرت سبق وي. الله تعالی دوی مسخ کړل، ځيني يې خنزيران او ځينې يې بيزوګان شول .

الله جل جلاله، د دوی په اړه فرمايي:

فَقُلْنَا لَهُمْ کُوْنُوْا قِرَدَةً خَاسِئِيْنَ .

فَجَعَلنَاهَا نَکَالًا لِمَابَيْنَ يَدَيْهَا وَمَاخَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتّقِيْنَ .

ژباړه : نو وويل مونږ دوی ته چې، شئ بيزوګان ذليلان خوار شوي .

نو وګرځاوه مونږ دا ( عقوبت او مسخه ) عبرت پند د پاره د هغو خلکو چې حاضر وو د دې عقوبت په زمانه کې، او دپاره د هغو خلکو چې وروسته له دې عقوبت څخه تر قيامته راځي او پند د پاره د پرهېزګارانو .

الله رب العالمين دې په خپل رحم او کرم سره مونږ ټول مؤمنان د شکر ويستونکو بندګانو له ډلې څخه وګرځوي او له هر قسمه ناشکري څخه مو دې په خپل حفظ او امان کې ولري .

آمين يا رب العالمين



2 تبصرې

  1. محمد مختاردرانی

    السلام عليكم ورحمة الله.
    دیری زیاته مننه واقعا دیر شه موضوع مو انتخاب کری وو او زما لپاره خو دیز مهم او ارزشتناک معلومات وو داسی موضوعات د انسانانو ژوندی بدلولی شی او په ژوند کی د بریالیتوب په لور گام اخلی.
    رضوان فیضانی گرانه وروره دیزه زیاته مننه در نه کوم اباد او ودان اووسی.
    مختار له جرمنی سخه

  2. الجاج استاذ بیانزی

    زه بیا دذ لیکونکی له دی خبره سره چ[ ه د الله ج په بیشمیرو نعمتو شکر ویستل اړینه خبره ده ، د الله ج د نعمتو بیه څوک نه شی پوره کولی مګر دا چه الله ج د هغو ټولو نعمتو بیه په شکرونو پری کوی دا یی بل لوی نعمت دی ، او مونږ بیا هم سستی وکړو دا به نو زمونږ ډیره بی ننګی او بدمرغی وی ]. یعنی د لیکنی د عمده برخی سره سل په سلو کی موافق نه منل یی جهالت او حماقت دی .
    مګر دا چه تاسی د الله ج په نعمتو کی یو نعمت دا یادوی چه انسانان یی اشرف المخلوقات جوړ کړل ، څه ناڅه مو نیمګړی پریښی ، د انسانانو پلار ( ادم ع ) اشرف المخلوقات وو ، مګر له هغه وروسته نور انسانان د بدمرغيو او نیکمرغیو له مخی حریص انسانان د باطل او قانع یا مطمن انسانان د حق اړخ کی ودریدل . دا د حق او باطل پلویان هم بیا کچی لری ، تر ټولو اوچت مطمن انسانان اشرف المخلوقات چه د خلافت سبيڅلی مقام وړتیا لری لکه ادم ع خلیفه او د خلافت مقام وړتیا ورته الله ج هدیه کړی وه ، ځکه ورته ملایکو د تعظیم سچده وکړه د ادم ع سره په دی ردیف کی ټول پیغمبران او نور صالح انسانان ګډون لری او څه بیا په نورو کچو کی قرار لری . د باطل اړخ په سر کی ابلیس او دابلیس ورونه ( انسانی او جنی شیطانان ) قرار لری چه تر ټولو لوړ یی بیا اسفل سافلین یعنی تر ټولو ټیټ او ذلیل مخلوق ته اسفل سافلین وویل کیږی ، تر دوی ښکته بیا هزره ګیاه او تر دوی لږ ښه باطل برست بیا حیواناتو کی چه عقل نه لری ( یواځی شعور لری ) شمیرل کیږی .
    که د انسان معنی او ژور ماهیت ته وکتل شی کفارو بشر دی مګر انسانان هم نه دی ، دا بیا بل بجث دی ، د اوس وخت د پاره به یی انسانان ومنو ، مګر نه یوآځی دا چه اشرف المخلوقات نه دی بلکه په دغه دری لویو کتګوریو ویشل کیږی :
    لمړی : اسفل سافلین ، د اشرف المخلوقات یا خلافت مقام لری ؟ هیڅکله هم نه .
    دوهم : ګیاه هرزه ، د اشرف المخلوقات یا خلافت مقاوم وړتیا لری ؟ کله هم نه .
    دریم : حیوانات ، دا شرف المخلوقات یا خلافت مقام وړتیا لری ؟ نه هیڅکله هم نه .
    که ووایو چه دا ټول د ابلیس او شیطانت د مقام سره خلط شوی سمه ده .
    دوهم : تاسی لیکلی چه [ په بهترين شکل او صورت کې يې پيدا کړي دي، عقل او پوهه يې ورکړې ده، په ځمکه کې يې بادشاهان ګرځولي دي، ډېری حيوانات يې د دوی تابعداران او د دوی د خدمت لپاره پيدا کړي دي او داسې نور…]
    هو دا منم ، په التین مبارکه سوره کی یی فرماییل چه په ( احسن تقویم ) سره یی انسانان خلق کړی . یعنی دغه دانسانانو د جسم او روح د احسن تقویم په ښو او بدو کی متفاوت دی مګر ورته والی لری ، مګر په متعاقب ایت کی یی فرمایی ( ثم رددناه اسفل سافلین ) یعنی یو شمیر انسانان بیا له ځانه د ټولو مخلوقاتو ښکته او ذلیل مخلوق جوړوی ، دا چه د الهی ازموینی په خاطر یی انسانانو ته خپلواکی ورکړی له ځانه اشرف المخلوقات یا اسفل سافلین جوړول د دغه انسانانو د ښو یا بدوم کړنو محصول دی .
    تاسی لیکلی چه عقل او بوهه یی ورکړی عقل او پوهه خو یوه خبره ده که ووایاست چه متفکر ماغزه یی ورکړی بیا سمه ده ، د عقل یا پوهی ورکول هم لویه ځانګړیتیا ده مګر تر دی ځانګړیتیا هم زیات یی د ځانګړوی زړونو شتون دی چه ورته شپرم حس هم ویل کیږی یعنی د مهربانیو او کرکو مخزن او منبع دی . د همدی کرکو ډکو زړونو له امله ځینو د بشریت په مقام کی پاتی او هغوی چه مهربانه زړونه لری د انسانیت او خلافت مقاوم ته لوړوالی کوی . یعنی زړونه دی چه بشریت انسانیت ته بدلوی ، ځکه د ایمان ځای زړه دی د مطمنو انسانانو زړونه له ایمان او مهربانیو ډک وی او هغوی چه ایمان او مهربانی نه لری هغوی ته انسان ویل د انسانیت اصطلاح ته توهین دی .
    بله تاسی د زمکی د پاچاهی یادونه کړی ، پاچا زباتره د مالک کل په نامه هم راځی یا د هماغه چابیریال ( هیواد ) چه دی پکی پاچا دی د هر څه مالک یا واکدار پاچا وی . د پاچا هره خبره قانون دی . دا د توحید د اصل په مخالف اړخ کی قرار لری ، ځکه پاچاهی په اسلام کی جواز نه لری د الله ج سره د هغه په مالکیت او شریعت کی ځان پرابرول د خدای دعوی او شرک دی ، که داسی وویل شی چه انسان ته یی د زمکی دخلافت لوړ مقام ورکړی بیا سمه ده ، خلافت یعنی هغه څوک چه د الله ج په مالکیت ( زمکه ) کی د هغه د اصولو او مقرراتو لاندی مدبرانه مدیریت ترسره کوی . د خلافت په سپڅلی مقام کی د مالکیت او شریعت واک او صلاحیت یواځی د الله ج پوری اړه لری او بس یعنی خلافت او پاچاهی یو د بل سره په مخالف قطب کی قرار لری . او داسی نور
    پورتنی لیکنه می په دی خاطر ونه لیکله چه خدای ناخواسته ستاسی دلیکنی موثریت راښکته کړم مګر هغه څه چه مونږ ورسره زمونږ د اسلامی معلومات له مخی توافق نه درلود ، ورسره زیات کړو ، یعنی د ورورۍ فضا کی د یو څه شیانو زیاتول یا رڼا اچول وو مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.