په قرآن مجيد کي د هيواد سره د ميني په باب څرګندوني

عبدالمالک همت

په دې کي شک نسته چي د وطن یا هیواد مینه یوه فطري چاره ده او د انسان په خټه کي اخښل سوې ده. نو دا کومه نادره او نادوده يا د شرعي خلاف خبره نه ده چي څوک د خپل هغه ټاټوبي سره مینه ولري چي کوچنی پکښي لوی سوی وي، لوبي يې پکښي کړي وي، ځوانۍ ته پکښي رسېدلی وي او یوه اوږده موده يې د هغه اوبه څښلي او د هغه هوا يې تنفس کړې وي. لکه چي دا عجيبه او نادره نه ده چي څوک له خپل وطن او استوګنځي څخه لري ولاړ سي او بیا ساړه اسوېلي پسی وباسي. بلکي دا هر څه د خپل هيواد او ټاټوبي سره د انسان پر ټینګه اړیکه او رښتینی او نه شلېدونکي تړون دلالت کوي.

البته د دې لپاره چي په انسان کي د وطن مینه مونده سی باید لومړی د دین سره رښتینې اړیکه او تړون پکښي پیدا او متحقق سي. او ښايي پر دې باندي ډېر ښه دلیل د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ویناوي چي کله له خپل وطن مکې مکرمې څخه د مدینې پر لور وتی کړې ده. په یوه صحیح حدیث کي له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ( له مکې څخه د وتلو پرمهال په حزوره نومي ځای کي ودرېدی او) ویې ویل:

« مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ»(

ژباړه: ته څونه ښه او ښکلى  ښار يې او پر ما څونه ګران يې. كه زما قوم زه له تا  څخه نه واى ايستلى زه به بې له تابل  ځاى نه واى اوسېدلى. يعني زه مكه نه پرېږدم، او زړه مي نه غواړي چي ځني ووزم، خو زما د قوم د نادودو او ستونزو راته پېښولو له امله د خداى امردغسي سوى دى.

سنن ترمذي، کتاب المناقب، باب في فضل مکة، 392٦ شمېره حديث. د دغه حديث په اړه امام ترمذي وايي: دغه حديث حسن، غريب ، صحيح دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او نورو هم صحيح بللى دى).

رسول الله صلی الله علیه وسلم خو د انساني ټولني معلم او لارښود دی، نو که هغه د وطن سره مینه نه درلودلای دا خبره يې هیڅکله نه کول. دا یوه داسی خبره ده چي که يې مسلمان انسان معنا او مفهوم په سمه او ښه توګه درک کړي، نو به د وطن حب او مینه په ډېره ښه، ښکلې، رښتینې او بشپړه توګه پکښی وځلیږي او وطن به یو داسي لفظ ورته وګرځي چي په رښتیا به د زړه مینه ورسره لري، د ټولو زړونه به پسي توسیږي او مشاعربه يې پر تحرک او خوځښت راځي.

په قرآن کريم کي د هيواد او وطن يادوني او د وطن سره د ميني په باب څرګندوني:

هم په قرآن کریم کي او هم په عربي ژبه کي هيواد ته ”ارض“ وايي: که تاسي په (http://www.almaany.com) ويب پاڼه کي، په (قاموس عربي فارسي) کي د ”کشور“ معنا وګورئ هلته يې د”کشور“ معنا لومړی په ”ارض“ او بيا په (ارض , ارض الاجداد , امة , بلاد , تربة , مملکة , هالة) کړې ده. له دې څخه معلوميږي چي په عربي کي هيواد ته زياتره (ارض) وايي.

په قرآن کريم کي هم په ډېرو مواردو کي هيواد (کشور، مملکت) ته په (ارض) ويل سوي دي.

د بېلګې په توګه په لاندي آيت کي لوی څښتن جل جلاله موسی عليه السلام ته د فرعون خبره داسی راوړي:

(قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى (57))[طه : ۲۰ : ۵۷]

ژباړه: فرعون وويل:” ای موسی! آيا ته موږ ته د دې لپاره راغلی يې چي موږ ستا په دغو کوډو(جادو)  سره زموږ له هيواد (مصر) څخه وباسې(، چي د هغه واکمني تاته پاته سي)؟ “.

همداراز(الدار) چي جمع يې (الدیار) ده هم په قرآن کريم کي او هم په عربي ژبه کي د کور، ښار، کلي، سيمي او وطن لپاره کارول سوی دي.

ان چي ”دِيَارِ الإسْلاَمِ“ د اسلامي هيوادونو په معنا کارول کيږي او ”دارُ الْحَرب“ د مسلمانانو دښمن هيواد ته يا هغه هيواد ته ويل کيږي چي پکښي د نامسلمانو حکومت وي او مسلمانان د مذهبي فرايضو ترسره کولو ته نه پرېږدي.  

په دې اړه د قرآن کريم دې آيت ته پام وکړئ:

﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ[الممتحنه : ۶۰ : ۸]

ژباړه: الله تاسي له دې خبري څخه نه منع كوي چي تاسي د هغو خلكو سره د نېکۍ او عدل چلند وكړئ چي هغوى د دين(اسلام) په اړه له تاسي سره جنگ ندى كړى او تاسي يې ستاسي له ښار او وطن څخه نه ياست ايستلي.

څنګه چي دا جوته سوه چي په قرآن کريم او عربي ژبه کي زياتره دار، ديار، وطن او هيواد يو مفهوم افاده کوي، نو راځئ وګرو چي قرآن کريم د وطن او هيواد مينه د انسان د ځان د ميني سره يو ځای کړې او ملګرې کړې او يو شی يې بللې ده، لکه چي فرمايي:

﴿وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ﴾ [النساء: ۴ : 66].

ژباړه: او که چيري موږ پر دوى(پر دغو منافقينو چي د پرېکړو لپاره طاغوت ته ورځي) واجب کړي واى چي تاسي خپل ځانونه يو له بله سره ووژنئ، يا له خپلو کورونو (او وطنونو) څخه ووزئ، نو له لږو کسانو پرته به ، نورو داکار نه واى کړى.

په دې آيت کي هم د وطن مينه په څرګنده توګه جوتيږي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا (246) [البقره : ۲ : ۲۴۶]

ژباړه: (اى پيغمبره!)آيا تا پر هغي پېښي فکر کړى دى تر موسى په وروسته(زمانو کي) د بني اسرائيلو يوې ډلي (اشرافو او مخورو) خپل يوه پيغمبر ته وويل چي موږ ته يو پاچا وټاکه چي موږ (د هغه تر بيرغ او مشرۍلاندي، په يوه اتفاق) د الله په لار کي(د خپلو دښمنانو سره) وجنګېږو. پيغمبر ورته وويل:” بيا خو به داسي نه وي چي جهاد درباندي فرض سي او تاسي يې ونه کړئ (نټه وکړئ، ځکه زه فکر کوم چي تاسي به بې زړه سئ او له جګړې به وتښتئ) ؟ “. هغو وويل: ” نه، دا څنګه کېداى سي چي موږ د الله په لار کي ونه جنګېږو، په داسي حال کي چي موږ (د خپلو دښمنانو له خوا په ظلم) له خپلو وطنونو څخه ايستل سوي يو او له اهل او عيال څخه (په وژلو او بندي کول سره) بېل کړى سوي يو ؟(موږ به خامخا د خپلو وطنونو د بیرته نیولو او د خپلو بندیانو د آزادولو لپاره وجنګېږو)“.

نوراځئ تر هر څه دمخه د خپل ګران اسلام سره چي زموږ هر څه دی او ټول عزت مو په دغه د اسلام په سپېڅلي دين کي دی او بيا د خپل اسلامي هيواد سره، چي زموږ د اسلاميت، هويت او عزت ټاټوبی دی د زړه له کومي مينه ولرو، د اسلام د کلمې په لوړولو کي او د هيواد د خپلواکۍ په بېرته ګټلو او عمران او ودانۍ او سمسورتيا کي لکه څنګه چي يې حق دی او ښايي، هغسي برخه واخلو او د حضرت ابراهيم عليه السلام دا دعا وکړو:

اللهم اجعل بلدنا هذا آمنًا مطمئنًا وسائر بلاد المسلمين, اللهم إنا نسألك أمنًا وعافية وصحة وسلامة وسعة رزقٍ وكرامة, اللهم ارزقنا الاستقامة في سائر الأقوال والأعمال, اللهم أرنا الحقَ حقًا وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه, اللهم اجعل لنا من كل همٍ فرجًا، ومن كل ضيقٍ مخرجًا، ومن كل بلاءٍ عافية, اللهم انصر إخواننا المجاهدين في كل مكان، اللهم ثبت أقدامهم وقوِّ شوكتهم، واجمع كلمتهم، وسدد رميتهم، ووحِّد آراءهم وانصرهم على من عاداك وعاداهم, اللهم فُكَّ أسر المأسورين من المسلمين، اللهم فرِّج همومهم، ونفس كروبهم، وثبت قلوبهم, اللهم ارحم غربتهم وآنس وحشتهم، ولا تجعل لكافرٍ على مؤمنٍ سبيلاً، اللهم اغفر لآبائنا وأمهاتنا وارحمهم كما ربونا صغارًا، اللهم اغفر لمشايخنا ولمن علّمنا وتعلّم منا, اللهم أحسن إلى من أحسن إلينا, اللهم آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار. يا سميع الدعاء.  

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.