له ویده کیدونه وړاندي اودس

احمد الله عاطفي

له ویده کیدونه وړاندې اودس سنت دی، ددي اودس دنیوي ګټې او اخروی اجرونه، ددنیوي ګټو یوه بیلګه ،خوله پاکه او غاښونه صفا شي تر څو په غاښونو کې پاته خواړه له مکروبي کیدو دمخه ،چې بدن ته زیان ورسوي له مینځه ځي، دخولې بد بوي نه په خونه کې دنورو بیده کیدونکو مصؤنیت او په لسګونه نور ګټي…
له خوب نه وړاندي دتلاوت، دعا،خوب اداب او اذکارو دنیوي او اخروي ګټي دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمبارکو ارشاداتو او دځينو بزرګانواقوال په ان شاألله په بیلا بیلو عنوانو کې تشریح او توضیح کړو، دلته یواځي له خوب نه وړاندي داودس فضیلت.

امام بخاري او امام مسلم(رحمهما) د حضرت برأ بن عازب(رضی الله عنهُ) نه روایت کوي:

عن البراء بن عازب (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله(صلى الله عليه وسلم) : إِذَا أَتَيْتَ مَضْجَعَكَ فَتَوَضَّأْ وُضُوءَكَ لِلصَّلَاةِ ، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلَى شِقِّكَ الْأَيْمَنِ ، ثُمَّ قُلْ : اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَا مِنْكَ إِلَّا إِلَيْكَ ، اللَّهُمَّ آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ ، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ ، فَإِنْ مُتَّ مِنْ لَيْلَتِكَ فَأَنْتَ عَلَى الْفِطْرَةِ ، وَاجْعَلْهُنَّ آخِرَ مَا تَتَكَلَّمُ بِهِ ، قَالَ : فَرَدَّدْتُهَا عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَلَمَّا بَلَغْتُ ، اللَّهُمَّ آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ ، قُلْتُ : وَرَسُولِكَ ، قَالَ : لَا ، وَنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ.(متفق علیه)

ژباړه:حضرت برأ بن عازب(رضی الله عنهُ) وايې: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ماته وفر مائیل : کله دخوب ځای ته درومئ اودس وکړه، داسي اودس چې دلمانځه لپاره ئې تر سره کوئ، بیا په ښي اړخ ویده شه، (یعني کله دخوب لپاره خپل بستر ته روانیږې په اودس روان شه او کله چې ډه ډه اچوئ په ښي اړخ دخوب پیل وکړه)،له دی نه وروسته ئې وفرمائیل: ای الله(جل جلاله)! له تان امید لرم او له تانه ویره، ما خپل ځان تاته تسلیم کړ،مخ مې تاته وګرځوو او ټول امورات مې تاته وسپاره، ته مي حامي او ساتونکی ئې، زما باور دی چې ستا له قهره دخلاصون، پرته له دی چې تاته پنا راوړو بله چاره او ځای نشته.

ای الله!(جل جلاله) ما په هغه کتاب ایمان راوړی چې تا نازل کړی، او په هغه نبي هم ایمان لرم چې تا د هدایت لپاره استولی،که زه په دي شپه مرم دایمان سره مې واخله،او دا دعا مې وروستۍ کلام وګرځوئ.

حضرت برأ وايې: ما دا کلمات دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په وړاندي تیر کړل،چې دې ځای ته ورسیدم (اللَّهُمَّ آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ) ومې ویل: (وَرَسُولِكَ) حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل:نه داسي مه وایه بلکه ووایه: وَنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ.(متفق علیه)

په دي روایتونو کې دادي چې رسول اکرم (صلی الله عهلیه وسلم) له خوب نه وړاندې بشپړ اودس کوواودا مبارکه دعا ئې لوستله او برأبن عازب ته ئې هم سپارښتنه کړي ،چې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سپارښتنه ټول اُ مت ته دی .

مفسر قرآن حضرت امام قرطبي (رحمه الله)فرمايې: خوب په اصل کي د مرګ یوه بیلګه دی ، په خوب او مرګ کې روح له بدنه بیلیږي،یوتن پروت دی چې په ښکاره ورته ویده وايې خو حقیقت کې دمرګ یو اړخ دی، نولازمه دی چې مرګ په لور درومو په اوداسه ولاړ شو.

څرنګه چې الله سبحانه وتعالی مرګ او خوب په( يَتَوَفَّى) یاد کړي مونږ بایدپه ډیراحتیاط مرګ صغری(خوب) ته ورشودمرګ کبری استقبال اوویري لامله چې ممکن دوباره زمونږ نفس بیرته ونه ګرځي او ټول معاملات مو وران ویجاړ پاته یا په بل عبارت د زړه مو په زړه پاته وي او دخلې مو په خله،ټول هغه چارې تر سره کړو چې یو مسافر ئې دسفر لپاره برابروي!

حقیقت دخبري همدا دی ډیري خلک دخوب بستر ته په راحت او خوشحالي تللي بیا ئې سر نه دی او چت کړی،دمرګ حقیقت ته په کتو دخوب بستر ته دورتګ په وخت په پوره توجه سره داسي ولاړ شو چې ګویا دمرګ سره مخ کیدونکې یو ،ټول هغه کړنې چې اداکول ئې لازم دي ادا ئې کړو او ټول هغه اذکار او لار ښوونې چې مونږته شوي داودس فضیلت سره دتوان په اندازه ئې تر سره کړو .

والحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.