پاکستان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړې هرکلی کړی دی.

کابل کې د پاکستان سفارت لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې پاکستان همېشه پر دې ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان د ستونزو د لمنځه وړلو حل لاره نه ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سیاسي حل په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره تر ټولو مؤثره لاره ده.

د خبرپاڼې له مخې پاکستان هیله‌من دی چې د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه به د نورو وسله‌والو ډلو سره سولې ته لاره هواره کړي.

خبرپاڼې لیکلي چې «د پاکستان حکومت او ولس د افغان حکومت او ولس سره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپل همکارۍ روانې ساتي».

د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه پرون /پنجشنبه، تلې ۸مه/ د ولسمشر غني او د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار لخوا لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د حکومت نېږدې ټول لوړ پوړي چارواکي، سیاسیون او بهرني ديپلوماتان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګډون کړی و.

شخصا ګلبدین حکمتیار په غونډه کې حاضر نه و، خو د یو ویدیويي پیغام له لارې یې دغه هوکړه لاسلیک کړله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.