ګډ حکومت د روزګان په څېر د اچین پر برید هم سکوت غوره کړ

نن ټکی اسیا جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د حکومت دوه کاله پوره شول. د دغه حکومت د جوړیدو له پیله تر دې دمه د امریکايي او بهرني ځواکونو له خوا په ملکي وګړو او ملي سرتېرو ترسره شوي هېڅ برید نه دی غندلی.

د کندوز پر روغتون برید چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم پرې بخښنه وغوښتله، د ګډحکومت چارواکو د برید مشروعیت لپاره تر پایه دلایل تراشل. ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر پایه دغه برید ونه غانده. ارګ یواځې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې ویلي وو چې په دې هېواد کې ناټو ځواکونو د کندوز بمبارۍ له کبله بښنه غوښتې ده.

تازه په هلمند، روزګان، پکتیا او ننګرهار کې په ملکي وګړو او دولتي سرتېرو امریکايي ځواکونو بمبارۍ وکړلې.

د دې خبر تر خپریدو نه ولسمشر غني، نه اجراییه رییس، نه دفاع وزارت او نه هم د کورنیو وزارت یادې پېښې غندلي دي.

په هلمند کې امریکايي ځواکونو د طالبانو زندان چې په کې دولتي سرتېري بندیان و، بمبار کړ. په بمبارۍ کې تر ۲۰ پورته پولیس او اردو عسکر و وژل شول.

روزګان کې څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو د پولیسو یوه پوسته باندې بمباري وکړله، ۸ پولیس يې ځای پر ځای و وژل. کورنیو چارو وزارت د برید په اړه د څېړنو خبر ورکړ او د حکومت دواړو مشرانو یې په اړه سکوت غوره کړ.

پکتیا کې امریکايي ځواکونو د یوه ډاکتر کور باندې برید وکړ، کلي ډاکتر او د هغه د کورنۍ څلور نور غړي چې ماشومان هم په کې و، و وژل. ګډحکومت چارواکو پر دغه برید هم سکوت غوره کړ.

دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د یوه قومي مشر چې تازه له حج څحه راستون شوی و، ډرون برید وکړ. ۱۳ تنه ملکي وګړي يې و وژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل. په وژل شوو کې د اچین د یوه ښوونځي آمر او څو نور ښوونکي هم وژل شوي وو. سیمه‌ییزو چارواکو او اربکيانو ټولو رسنیو ته وویل چې وژل شوي کسان ټول قومي مشران او ملکي وګړي دي چې د حاجي رییس په کور کې څوک چې تازه له حجه راغلی و، راټول شوي وو.

خو د ننګرهار امنیه قومندانۍ تر دې دمه په تکرار سره وايي چې وژل شوي کسان ټول داعشیان و او ملکي وګړو ته هېڅ تلفات نه دي رسېدلي.

دا په وروستیو څو میاشتو کې مشت نمونه خراوار بریدونه دي. تر دې وړاندې سلګونه ځل امریکايي ځواکونو بریدونه کړي، ښځې، ماشومان، نارینه یې وژلي خو حکومت یې پر وړاندې سوڼ هم نه دی کړی.

شننونکي وايي چې د امریکايي ځواکونو پر بریدونو چوپه خوله پاتې کېدل د حکومت ازادي او استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي او په وینا یې له «بادار څخه غلام هېڅکله د ترسره شوو کړنو پوښتنه نشي کولای».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.