ولسي وګړو په انګور اډه کې پاکستاني تاسیسات وران کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د دغه ولایت د انګور اډې ټول تاسیسات چې د پاکستان له لوري جوړ شوي وو، وران کړل.

د برمل ولسوالۍ یو قومي مشر نور الله وزیر ویلي چې د دغې ولسوالۍ سلګونه کسانو د پاکستاني تاسیساتو خلاف مظاهرې وکړلې او وروسته یې دغه ودانۍ ونړولې.

هغه زیاته کړې چې پاکستان دغه تاسیسات د افغانستان پر خاوره جوړ کړي وو خو لاریون کوونکو لخوا وران شول.

نوموړي وویل چې «موږ دا تاسیسات له دې کبله وران کړل چې د افغانستان پر خاوره جوړ شوي وو او بل پاکستان غوښتل چې دغه دروازه د خپل ځان لپاره د یوه تاریخي ثبوت په توګه جوړه کړي».

د برمل ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په انګور اډه کې ټول تاسیسات د خلکو له خورا وران شول.

هغه وویل چې د دغې دروازې له کبله دوه قومي ورونه له یوه بله بېل شوي وو چې اوس د دغې دروازې په ورانېدو سره بېرته یوځای شول.

اسدالله په وینا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي به تر دې وروسته پاکستاني ځواکونو ته هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره نظامي تاسیسات جوړ کړي.

 دا دروازه او نور تاسيسات څه موده مخکې پاکستانيو ځواکونو افغانانو ته تسليم کړي وو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.