غزل/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

د غره کیږدۍ یې وپلورله دماڼۍ په بدل
یو چا کړه خرڅه ازادۍ دغلامۍ په بدل

نور یې نوم ورک شولو له لیست داتلانو ځینې
چا واخیستله بې پتۍ د اتلولۍ په بدل

دغره شاهین نن دکارغانو په کتار ورګډ شو
یو چا بدله کړه عقبی د دې نړۍ په بدل

نور یې ملالې په ټپه کې به نوم نه یادوي
چا وپلورله خپلواکۍ د تسلیمۍ په بدل

ها دجهاد ټوپک یی ورکړلو دشمن ته په لاس
یو چا بیا خوښه بدرنګۍ کړه دچوکۍ په بدل

عاکفه تل له خدایه غواړه خاتمه د خیر
چې دین خرڅ نکړې ددنیا او دروپۍ په بدل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.