غزل/ مينه ځلا

مينه ځلا

مـا په اوبو باندې ليکلې قيصې
چې مې په زړه کې وې ساتلې قيصې

نن يو مـاشوم په اسويلېو باندې
د پلار وقبر ته کولې قيصې

چينې ده اوښکو يې لمن کې راغلې
غـرونو چې کله اورېدلې قيصې

وې نويشته زما د زړه په دېوال
ځکه زما نه هېرېدلې قيصې

ونې او غـرونه به سلګو واخیستل
سپوږمۍ چې ستورو ته ژباړلې قيصې

وې د الفت د خـزانو نه ډکې
“ځلا” له هر چا پټولې قيصې

مينه_ځلا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.