افغانستان او بنګلادیش تر منځ درېیمه سیالي – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): افغانستان نن له بنګلادیش سره په پلازمېنه ډاکه کې درېیمه یو ورځېنۍ مهمه لوبه ترسره کوي.

پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپ وهنې پریکړه یې وکړله.

افغانستان د دغې لوبو لومړنۍ لوبه په ډيرو کمو منډو بنګلادیش ته وبایلله او دوهمه یې بیا په دوه ویکټو وګټله.

نننۍ لوبه د افغانستان او بنګلادیش دواړو لپاره فاینل لوبه ده، هر یو د سیریز ګټلو لپاره تر ټولو وروستی کوښښ کوي چې لوبه وګټي.

په نننۍ لوبه کې نوین الحق کېنول شوی او پر ځای يې سمیع الله شینواری اخېستل شوی دی.

لوبه د افغانستان پر وخت یوه بجه پیلیږي.

 



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.