تر ملکيانو او پولیسو وروسته بهرنیو ځواکونو دا ځل کمانډویان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۵ کمانډو او یو پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دا په تېرو درې اونیو کې په دولتي ځواکونو دوهم برید دی چې د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره کیږي.

طلوع نیوز په یوه راپور کې د هغو امنیتي سرتېرو له قوله چې په دغه برید کې ژوندي پاتې شوي، لیکلي چې بهرنیو ځواکونو د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې په امنیتي ځواکونو بمبار کړی.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر هم په دولتي ځواکونو بمبار تایید کړی خو ویلي یې دي چې د کمانډويي عسکرو د وژنې لامل په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

په عین حال کې په هرات کې د ملي اردو یو چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي هم د یاد برید پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې چې ۲۰ ورځې ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو په روزګان کې د دولتي ځواکونو یوه پوسته بمبار کړله او  ۸ پولیس یې و وژل.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو په ډرون بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۵ ملکي وګړي و وژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

که څه هم ملګرو ملتونو یاد برید وغانده خو ګډ حکومت پرې لا هم سکوت غوره کړی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکو او دفاع وزارت په برید کې وژل شوي ټول ملکیان داعشیان بللي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.