د کجکي برېښنا بند دوهم فاز جوړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز د جوړونې قرارداد د ګډحکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

دغه قرارداد نن د شنبې په ورځ د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد جلالي او سلیمان سلیو د «۷۷ شرکت» رییس تر منځ د ولسمشر، ښار جوړونې، کلیو پراختیا او ماليې وزیرانو په حضور کې لاسلیک شو.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني د دغه تړون د لاسلیک په غونډه کې وویل، د کجکي بند د دویم فاز په جوړولو سره به د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت له ۵۱ میګاواټ څخه څه باندې ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي او په همدې توګه د اوبو د زیرمې کچه به هم تر ۲.۳۴ ملیارد متر مکعب اوبو ته لوړه شي.

د کجکي برېښنا بند په ۱۹۵۰ څخه تر ۵۸ ل کال کې د یوه امریکايي شرکت لخوا رغول شوی و او ټاکل شوې وه چې د دغه بند دوهم فاز هم هغه مهال جوړ شي خو د جګړو له کبله يې کار څو لسیزې وځنډیدو.

اوسمهال د کجکي برېښنا بند د ۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د دوهم فاز د جوړیدو سره به يې د برېښنا تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه ته لوړ شي.

د کجکي بند د دوهم فاز بشپړیدو سره به یو میلیارد متره مکعب اوبه به زخیره شي او سل زره هکتاره ځمکه به ورسره خړوبه شي.

ټاکل شوې چې د کجکي بند درېیم فاز په درې کلونو کې بشپړ شي او ویل کیږي چې ۷۷ شرکت په دغه بند باندې ۱۷۰ ملیونه ډالر پانګونه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.