د حزب اسلامي-افغان حکومت د روغې تړون؛ مخينه او راتلونکی

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه‌ليک د دغه ګوند د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار او افغان ولسمشر اشرف غني له‌خوا د تلې په ۸مه نېټه لاسلیک شو. دغه هوکړه‌ليک له نهايي لاسليک یوه اوونۍ وړاندې د تلې په لومړۍ نېټه، د حزب اسلامي (حکمتیار) د استازي او حکومت سره د دغه ګوند د خبرو اترو د پلاوي مشر انجنير امین کریم او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د سولې د هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو په موخه، ارګ ته یوه ستره غونډه رابلل شوې وه او افغان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، د ولسمشر او اجرائیه رییس مرستيالانو سرور دانش، انجنير محمد خان، محمد محقق، پخوانيو جهادي رهبرانو، د حزب اسلامي (حکمتیار) پلاوي او غړو، بهرنیو ديپلوماتانو او یو شمېر نورو خلکو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې حکمتیار د مخکې ثبت شوې وېډیو له لارې د غونډې ګډونوالو ته خپله وينا واوروله او بیا یې د سولې هوکړه‌ليک لاسلیک کړ. د افغان حکومت په استازيتوب دغه هوکړه‌ليک ولسمشر غني لاسلیک او غونډې ته يې خپله وينا هم واوروله. ترڅنګ يې ډاکتر عبدالله، امین کریم، پیر سيد احمد ګیلاني، غیرت بهیر او مېرمن بلخي هم خبرې وکړې.

دا چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اترو مخینه څه ده، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته دغه بهير څه ډول روان و او په هېواد کې به د حزب اسلامي ګوند راتلونکی څه وي؟ دلته پرې شننه کوو.

 د حزب اسلامي ګوند مخينه

حزب اسلامي په افغانستان کې یوه له هغو ډلو څخه ده، چې د څلورو لسیزو تاریخ لري او پيل یې د جمعیت اسلامي په شان له اسلامي نهضت سره تړل شوی دی. له شورويانو سره د جهاد پرمهال هم حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د نورو جهادي ډلو په پرتله په هېواد کې پراخ نفوذ درلود. د کورنيو جګړو پر مهال کله چې طالبان د افغانستان په سياسي پرده راڅرګند شول، د حزب اسلامي ډلې فعاليتونه په هېواد کې ودرېدل او د دغه ګوند مشر انجنير ګلبدین حکمتيار له افغانستانه ووت.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال حزب اسلامي د افغانستان په قضيه کې ډېر رول نه درلود؛ خو کله چې له ۲۰۰۱ کال وروسته پر افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو د بريدونو په تعقیب، په هېواد کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، نو انجنير ګلبدین حکمتيار افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو راتګ د هېواد «اشغال» وباله او په دې توګه يې د حزب اسلامي ترنامه لاندې د بهرنيو ځواکونو پرضد وسله‌واله مبارزه پيل کړه. مګر له ۲۰۰۱ کال راهیسې د حزب اسلامي ډېری غړي په تدریجي ډول او بېلابېلو وختونو کې کابل ته راغلل او بیا د افغان حکومت برخه شول.

د افغان حکومت او حزب اسلامي د خبرو اترو مخينه

که څه هم په کره ډول معلومه نه ده، چې د انجنير ګلبدین حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي غړو له څه وخت راهيسې د سولې په تړاو له افغان حکومت سره خبرې اترې پيل کړې؛ خو د رسمي اعلامیو له مخې، چې دغه خبرې اترې په ۱۳۸۹ کال کې پيل شوې. دا چې له دې نېټې وړاندې هم د دغه ګوند یو شمېر غړي کابل ته راغلل، نو دا خبره لاهم د بحث وړ ده چې ايا دوی په خپله خوښه راغلي وو او که د حکمتیار په خوښه؟

د حزب اسلامي (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د رسمي خبرو اترو په تړاو یوې سرچینې د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز ته وویل، چې کله د حزب اسلامي د سياسي کميسيون مشر او د انجنير ګلبدين حکمتيار زوم او هغه ته نژدې کس ډاکتر غیرت بهیر په ۱۳۸۷ کال کې له زندانه راخوشی شو، نو تر څو ورځو پورې په ارګ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي مېلمه و او له هماغه وخت راهیسې د ډاکتر غیرت بهیر له لارې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره اړیکې ټينګې شوې وي. خو د رسنيزو معلوماتو له مخې، د افغان حکومت او دغه ګوند اړيکې په امريکا کې د بارک اوباما له ولسمشر کېدو سره له ۱۳۸۹ کال وروسته له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په اعلان سره پيل شوې.

حزب اسلامي په ۱۳۸۹ کال کې له همدغه نوي اعلان او د حامد کرزي-امریکا د خرابو اړیکو له فرصت څخه په استفادې سره، کابل ته د سولې د خبرو اترو په موخه یو پلاوی واستاوه، چې مشري یې ډاکتر غیرت بهیر او قطب الدین هلال کوله. حزب اسلامي هغه مهال سولې ته د رسېدو لپاره يوه ۱۵ ماده‌يي طرحه وړاندې کړه، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول وو:

1.    بهرني سرتېري بايد په شپږو میاشتو کې له هېواده ووځي؛
2.    بهرنیان باید امنیتي واک افغان ځواکونو ته وسپاري؛
3.    بهرنیان به د هېواد دننه بندیخانې نه جوړوي؛
4.    دغه مهال به ښکېلې غاړې اوربند اعلانوي؛
5.    د امریکایانو له وتلو وروسته به نور بهرني جنګیالي هم له هېواده وځي؛
6.    د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته به نوې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې کېږي او تر نویو ټاکنو پورې به اوسنی ولسمشر او پارلمان دوام مومي.

د حامد کرزي حکومت د حزب اسلامي دغه وړانديزونه ونه منل او دغه خبرې اترې ناکامې شوې. وروسته د ۱۳۹۱ کال په حمل کې د حزب اسلامي پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه داسې مهال کابل ته راغی، چې د طالبانو د قطر دفتر د پرانیستلو اوازې پيل شوې وې او افغان حکومت د قطر دفتر له پرانیستې او د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف و. د حزب اسلامي دغه پلاوي يو ځل بیا د سولې په تړاو خپله طرحه وړاندې کړه، چې بیا هم افغان حکومت څه غبرګون پرې ونه ښود.

د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره، حزب اسلامي ډلې خپل پلاوی کابل ته راولېږه او د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې. خو هغه مهال د افغان حکومت ډېره پاملرنه له پاکستان سره د اړیکو رغول او له افغان طالبانو سره سوله کول وو؛ مګر کله چې څلور اړخیزې خبرې اترې د ناکامېدو په لور ولاړې، نو د څلور اړخیزو خبرو اترو د درېیمې ناستې په اعلامیه کې حزب اسلامي هم د خبرو اترو ترو برخه وګڼل شوه.

حزب اسلامي (حکمتيار) د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۲مه د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې افغان ولسمشر اشرف غني حزب اسلامي ته د سولې په خبرو اترو کې د شامېلېدو بلنه ورکړې او دغه ګوند هم د ولسمشر غني دا غوښتنه منلې ده. له هماغه مهاله د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې اترې تودې شوې؛ خو د هېواد دننه یو شمېر سیاسي ډلو په دغو خبرو اترو کې د خنډونو جوړولو هڅې وکړې او له کبله یې دا خبرې اترې له څو مياشتني ځنډ سره مخ شوې.

د حزب اسلامي او ملي یووالي حکومت د سولې هوکړه لیک درې فصله او ۲۵ مادې لري. په لومړي فصل کې د قانون جوړونې، د بهرنیانو وتلو او د ډېموکراسۍ پر اصولو (ټاکنو) خبرې شوې دي. په دویم فصل کې هغه مادې دي، چې حکومت یې ژمنې کوي او په درېیم فصل کې بیا هغه مادې دي، چې حزب اسلامي یې په اړه ژمنې کوي.

په عمومي ډول په دغه هوکړه‌لیک کې د بهرنیانو له وتلو څخه ملاتړ شوی، د اساسي قانون په منلو، له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر او غړو د نومونو لرې کولو، د اوربند اعلانولو او د دواړو خواو لخوا د بندیانو خوشې کولو په تړاو ټینګار شوی.

دا چې د ژمنو د عملي کېدو په تړاو په هوکړه‌ليک کې د کوم تضمين يادونه نه ده شوې، نو د ژمنو عملي کېدل او راتلونکې درې میاشتې به ښايي دواړو لورو ته له ننګونو ډکې وي؛ افغان حکومت ته يوه ننګونه دا ده چې آیا دوی به وتوانېږي، د حکمتیار او د دغه ګوند د نورو غړو نوم ژر تر ژره د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له تور لېست څخه وباسي. ترڅنګ يې حکومت بايد په راتلونکو درېیو میاشتو کې د حزب بنديان له زندانه خوشې کړي.

له بله پلوه، د حزب اسلامي امیر ته د پروتوکول ورکولو د څرنګوالي او په حکومتي مرکزونو کې د حزب اسلامي ګډون او شتون په څېر يو شمېر نور جزئي اختلافي ټکي هم تراوسه د دواړو لورو ترمنځ ناحل شوي پاتې دي او د حزب اسلامي د پلاوي او سولې عالي شورا له‌خوا په راتلونکي کې حل شي.

که څه هم له حزب اسلامي سره د روغې جوړې تړون د ملي وحدت حکومت لپاره يوه لاسته راوړنه بلل کېږي؛ خو له حکومت سره د دغه ګوند يو ځای کېدل به د جګړې په ډګر ډېر اغېز ونه کړي او له حزب اسلامي سره د هوکړه‌ليک لاسليک کېدل په دې معنا هم نه دي چې په دې توګه به له طالبانو سره، چې د جګړې د ډګر ځواکمنه ډله ده، د سولې مخامخ خبرو اترو ته زمينه برابره شي. داسې نظرونه هم شته چې ښايي دا هوکړه به له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې نورې هم ستونزمنې کړي؛ ځکه حکومت به له طالبانو سره هم د حزب اسلامي په څېر اسانه شرايطو باندې د روغې جوړې په فکر کې وي؛ کوم څه چې ښايي طالبانو ته ممکن نه وي.

په هېواد کې د حزب اسلامي راتلونکی

په عمومي ډول په هېواد کې د حزب اسلامي راتلونکی له دوو خبرو سره تړل شوی:

لومړی دا چې آیا د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدين حکمتیار به وکولای شي، چې د حزب اسلامي تر نامه لاندې وېشل شوې ډلې او فعالیت کوونکي تر یوه حزب لاندې راټول کړي؟

دويم دا چې د حزب اسلامي راتلونکی چلند به له طالبانو او د هېواد دننه یو شمېر نورو سیاسي ډلو سره، چې دغه حزب ورسره زړې دښمنۍ لري، څرنګه وي؟

انجنير ګلبدين حکمتيار له حکومت سره د سولې تړون د لاسليک مراسمو ته په ثبت کړې وېډيو کې له يوې خوا طالبانو ته د ورته روغې جوړې بلنه ورکړه او له بلې خوا يې د هغوی روانه وسله‌واله مبارزه هم ناسمه وبلله، کوم څه چې ښايي د طالبانو پر ليکو به له رواني پلوه منفي اغېزې هم ولري. خو طالبانو بيا تل د حکومت له‌خوا د سولې وړانديز ته د تسليمېدو په سترګه کتلي او دا وړانديز يې رد کړی. د دې ترڅنګ به انجنير حکمتيار کابل ته له راتګ وروسته له شک پرته له خپلو سياسي مخالفينو سره هم مخ وي او د حزب اسلامي په نوم پاشل شويو ډلو راټولو ترڅنګ به د طالبانو او نورو سياسي مخالفينو پر وړاندې د حکمتيار تګلاره د دغه ګوند لپاره برخليک ټاکونکې وي.

پای



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.