رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (۴ برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه  د رانجو د استعمال د ګټو په هکله لیکي:

رانجه سترګي صحتمندي ساتي، د سترګو دید زیاتوي، ښکلا او ځلا ورکوي، هغه مواد چی و سترګوته تاوان رسوي هغه له منځه وړي، او که د خوب په حالت کي استعمال شي بیا په دې ډېر ښه دي چي سترګي حرکت نه کوي او رانجه د سترګو و هر ځای ته ځان رسوي.
(زاد المعاد ۴/ ۲۵۷)

طبیب علامه البغدادي رحمة الله علیه د اثمد د رانجو په هکله لیکي:

باڼو ګان غټوي او شنه کوي او د سترګو د روغتیا ضمانت کوي.

علامه ابن سینا د اثمد په هکله لیکي:

د اثمد رانجه سترګي ښه ساتي او د سترګو زخمونه لیري کوي.
اثمد رانجه څنګه جوړیږي؟

د اثمد رانجه داسي جوړیږي چی کله ډبره ښه میده شوه، بیا د زیتون تېل ورسره یو ځای کوي چي غوړ شی، او کله هم د مندوو تېل ورسره یو ځای کوي، له دې څخه وروسته ځیني کسان مشک او عود هم ورسره یو ځای کوي تر څو ګټه یې ډیره شي.

http://mawdoo3.com/%D9%83%D9%8A%D9%81_%D8%A3%D8%B9%D8%B1%D9%81_%D9%83%D8%AD%D9%84_%D8%A7%D9%84%D8%A3%D8%AB%D9%85%D8%AF_%D8%A7%D9%84%D8%A3%D8%B5%D9%84%D9%8A

Niamatsh@gmail.com
https://islamqa.info/ar/132208
http://www.almrsal.com/post/260043

په رانجو باید ۳ ځلي سترګي توري کړل شي

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوب څخه مخکي درې درې ځلي سترګي تورولې.

(شمائل ترمذی پاڼه: ۵)

په سترګو تورولو کي درې سنتونه:

۱: درې درې ځلي تورول.

۲: لومړی راسته سترګه بیا چپه سترګه.

۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله دوه دوه ځلي سترګي توري کړې او دریم ځل به یې په یوه لرګي
دواړې سترګي توري کړې.

(جمع الوسائل: پاڼه: ۱۰۳، ۱۰۴)

رانجوننې (سرمه دانۍ) سنت ده:

د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دﺉ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم رانجوننې (سرمه دانۍ) درلودل . (شمائل: ۵)

د سترګو تورول د نر لپاره هم جائز ده:

که چیري نارینه رانجه استعمال کړي ورته جائزه ده هیڅ مشکل نلري.
(فتاوی احیاء العلوم ټوک:۱ پاڼه: ۲۷۹)

که رانجو سترګو ته نقصان رسوئ بیا دي نه استعمالوي:

که چیري د رانجو په استعمال سره د یو چا سترګو خارښت پیدا کړ او یا یې تاوان ور رسوئ بیا دي نه استعمالوي.

(دارالافتاء جامعه دارالعلوم کراچی، ۴/ ۱۲/ ۱۴۲۱ هق، بحواله: جامع الفتاوی ټوک:۳، پاڼه: ۴۰۴)
نارینه هم تور رانجه استعمالولای شي:

که چیري نارینه تور رانجه د سترګو د قوي کېدو او علاج لپاره استعمالوي هیڅ پروا نلري، په حدیث شریف کي رانجه راغلي دي، تور او سپین نه دي ذکر شوي.
(کتاب الفتاوی: ټوک:۶، پاڼه: ۸۰)

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.