دعشق کرم/ تپاندزُهاد

تپاندزُهاد

خوب او ارام مي نسته یاره ستاد غم څپوکي

دګل په څیریمه خزان شم دموسم څپوکي

راوړه خماریمه ساقي راته یوجام دکوثر

چي ښه وژاړم دجانان دلوي عالم څپوکي

کچکول زړګي که مي جانان په  لیونتوب کي شمارکړی

که راته  وګوري ګلفام دعشق کرم څپوکي

فرهرفرهرژوندمي قسمته ستا دلاسه ستړي

یوځل مي یوسه چي ټکورسم دمرهم څپوکي

چي تږي وږي ګرځیدل به فرزندان دعلي رض

یزیدته جوړکي ځاي ازل دجهنم څپوکي

لږخودي رحم زماپرخوارزړګي جانانه وکړه

راته قریب کړه خپل وصال دجام جم څپوکي

چي ستاپه یا کي مي قلم کړي ملغري راتوي

تپاندزُهاد) دي یم جانانه دهردم څپوکي

تپاندزُهاد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.