پر فېس بوک څلور ويشتمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين مشاعره ) چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فېس بوک پر دېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي ( طالب جان ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په هم دې قافيه او رديف را پيل کړئ!

زموږ ژوند د انتظار څپو اخيستی
انتظار لکه انګار څپو اخيستی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وصال ډېوې مو مړاوې غوندې ښکاري
له منبره رانه يار څپو اخيستی
دانش ملنګ

دا چې کېږي له هر خوا د فتحو زېري
هلمند څومره دی خمار څپو اخيستی
عبدالباقي مهاجر

عجيبه نوښت مو راوست ترنم کې
زموږ نوی ابتکار څپو اخيستی
فيضاني

په چينه کې د عينينو يې لمبېږم
زړه زما د سور انګار څپو اخيستی
ريحان جان ذاهد

ښاپېرۍ له کوه قافه ده راغلې
غليم زکه د سهار څپو اخيستی
هدايت بدر

غازي يار مې سنګرو کې پسې ګرځي
شهادت پسې خمار څپو اخيستی
عصمت الله بشام

خير دی خير دی د اسلام په مينه باندې
زما ژوند که ډېر د دار څپو اخيستی
منصور افغان

دا چې غلی او خفه غوندې ښکارېږم
هغه زما د مينې يار څپو اخيستی
احمد جان

د باطل ابن باطل زوال راغلی
هر سرکشه استعمار څپو اخيستی
عرفاني

چې په زلفو کې به يې سُر ګل وه ټومبلی
د زلميو ها سنګار څپو اخيستی
مصباح سجاوندي

خود را بولي مو د سولې و مېزوته
غليمګی نن د ګزار څپو اخيستی
هدايت الله طلحه

هسې نه چې يو افغان پکې را ګير شي
ټول جهان د دې ښامار څپو اخيستی
ذاهد سهاک

خړ ټانګونه يې را پاته غليم تښتي
هر ميدان کې ده د ډار څپو اخيستی
قيس درمان

ځوانان ټول د جنګ ميدان ته رسېدلي
فدايي لا د سنګار څپو اخيستی
موسی کليم

مدني جانانه ډېر راته يادېږي
زما خيال ستا د رخسار څپو اخيستی
مسافر طالب

د صليب سينه کې خښ د هلال غشي
پرې هغه ځوړند زينار څپو اخيستی
قيس خپلواک

په دنيا کې چېرته آرام کولی نشي
هغه څوک چې د آزار څپو اخيستی
اجمل صابر

دا چې نه ښکارم او ورک يمه ملګرو
انقلاب دی هر ديار څپو اخيستی
حماد افغان

ای د وخت ياغي د ښمنه خلاص به نه شې
اوی مې ګوره درته وار څپو اخيستی
حبيب الله سيال

د صليب سره مو ستره معرکه ده
هر يو کلی او ديار څپو اخيستی
اتل خان نور زی

هم مو ګل هم مو ګلشن په وينو سور دی
ماتې څانګې دی ماليار څپو اخيستی
خالد اسد احمدزی

انتظار نور د چوکی دی ستړی کړی
له مو دو يې حکمتيار څپو اخيستی
شاکر مموزی

ستا رضا ورته نصيب کړې پاکه ربه
هر زلمی مو نن د دار څپو اخيستی
صفي الله ځدران

په متين عزم ولاړ يو په ميدان کې
هر دښمن زموږ د وار څپو اخيستی
مختار فاروقي

چې موجونه د خوښۍ کړي پر هر لوري
آمو وړی تور ښامار څپو اخيستی
ميرويس ظاهري

د مسجد او کليسا تر منځ جګړه ده
د پاپانو لوی کتار څپو اخيستی
رفيع الله اتل

دوکانونه ړنګ او بنګ سره پراته دي
څه غوغا ده ټول بازار څپو اخيستی
ضمير

دا چې ستونی له ژړا نه ورته ډک دی
آخ رويبار يې د مزار څپو اخيستی
حاکمي اشنا

لور يې ورکړه په ټيک دېرش لکه کالدارې
په لوی لاره کې يې پلار څپو اخيستی
ميرزاخان هيريار

زموږ د کلي مازديګر په وينو سور دی
زموږ سروه او چنار څپو اخيستی
تسل منيب

چې هر وخت په ډرون حملو کې لولپه وي
په غمو ډوب ننګرهار څپو اخيستی
عبدالحق افغاني

د سپېڅلې شهادت په پاکه مينه
قربانېږمه انکار څپو اخيستی
حمزه افغان حسيني

لعنتونه پرې ورېږي ترېنه تښته
احمدي ښار او بازار څپو اخيستی
عزت الله احمدي

زړه مې ګير دی ستا د سترګو په ګرداب کې
د بنګړيو شرنګهار څپو اخيستی
محمد اشرف افغان

د هيبت هيبت الهام له هوا راغی
د خونخوارو اقتدار څپو اخيستی
صاحب الدين

هر محفل ته چې زه ورشم هلته غم وي
ټول وطن مو د بمبار څپو اخيستی
غزنوي

هر کافر په واشنټن کې په لړزان دی
ټول جهان د سپين دستار څپو اخيستی
متوکل طالب

هر ظالم به ورته خم پرملا به کړوپ ځي
دلته بيا د منصور دار څپو اخيستی
صديقي احمدزی

نه د مرګ او نه د درد نه اوس وېرېږي
فدايي جانان خمار څپو اخيستی
مهاجر طالب

تر پرون يې چې ناره د الجهاد وه
نن خبر شوم هغه يار څپو اخيستی
زرخان احمدزی

د محراب غېږه کې بيا د چا جسد دی
پر زبان د آه ګفتار څپو اخيستی
رفيع الله اتل

څوک تر داره ځي رضا د الله غواړي
او څوک بيا د اقتدار څپو اخيستی
بهير حقپال

د لويي ټغر دې واړه در ټولېږي
ستا د سپين قصر منار څپو اخيستی
عبيدالله ملکزی

عرفاني چې محفل جوړ د شاعري کړي
هر شاعر وي د تلوار څپو اخيستی
غزنوي

دا چې زړه کې مې ارام او سکون نشته
محبت کې د دلدار څپو اخيستی
مصباح زړګی

مهاجر طالبه څنګه به دې هېر کړم
دی زړګی مې ناقرار څپو اخيستی
صفت الله صفت

ټينګ ايمان دی د مادي غړۍ پرې کېږي
هره دښته هر بازار څپو اخيستی
احمدګل ريان

ته د ظلم له توپانه نا خبر يې
زموږ کلی او هم ښار څپو اخيستی
حنظله جانان

ښه يې ګوری چې په حقه طالب جان دی
دا ظالم نن د انکار څپو اخيستی
مجاهد خان

د طالب د تورې شرنګ ته چې زه ګورم
له هيبته يې ښامار څپو اخيستی
محمد بشير

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
اخير وخت دی نور اغيار څپو اخيستی
حضرت ګل جلالي

انقلاب کې رانه ورک نه شې جانانه
زموږ کلی زموږ ښار څپو اخيستی
ازهر شاجوی

شاعري خو څه هنر نه دی صابره
هر يو ځان له د خپل يار څپو اخيستی
جمعه ګل صابري

يرغلګر به د فرعون په شانې غرق شي
د طاغوت هر يو سالار څپو اخيستی
جاويد فدايي

خدايه وړه يې ستا د رحم وساحل ته
ژوندون ټول خو نن د پيار څپو اخيستی
ابدالي اشنا

د اوبو پرغاړه ناست ورته کمين کې
يوڅه توت او يو آنار څپو اخيستی
بلال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.