له ماشومانو سره په خبرو کولو کې د والدینو اووه تېروتنې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

  پلار یا مور اوسېدل د نړۍ یو له سختو کارونو څخه دی، دا څلیرشت ساعته دنده ده او کولای شي، ډېره ستړې کوونکي وي، مګر مهمه ده، چې له ټولې ستړیا سره سره د ماشوم اړوند ټول رونیز مسایل مراعات کړئ، ترڅو ستاسو د ماشوم جسم، روح او پرځان باندې اعتماد ته یې زیان ونه رسېږي . باید له هغه سره داسې چلند وکړئ او دغه راز په داسې ډول یې وروزئ، ترڅو د لویوالي پرمهال نه یوازې تاسو پرې وویاړئ، بلکې په بشپړه اروایي روغتیا کې ژوند وکړي .

   له ماشومانو سره یوه له اړیکیزو تګلارو څخه له هغوی سره خبرې کول دي . که چېرې وتوانېږئ له خپلو ماشومانو سره د خبرې کولو په سمه تګلاره پوه شئ، په غیر مستقیم ډول به مو خپلو ماشومانو ته  سمې خبرې کول هم ورزده کړي وي .

 ۱ ـــ پټکې کول :

ډېری میندې او پلرونه، د دې له پاره چې زامن یې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي او یا خپل خواړه په بشپړه توګه وخوري، تل پرې پټکې او نیوکې کوي . دا ډول چلند په هېڅ ډول مناسب او ځواب ویونکی نه دی . د ټایم مجلې پر بنسټ، دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو ماشوم لج بازي وکړي او برخلاف کار ترسره کړي، دا مسئله دغه راز د دې لامل کېږي، ترڅو ماشوم د ډوډۍ خوړلو له وخت څخه وتښتي او هڅه وکړي، خپل ځان په نورو کارونو بوخت کړي .

۲ ـــ لنډ ځواب ورکول :

هغه والدین چې په لنډ ځواب سره خپل اولاونه دې ته اړ کوي، تر څو له هغوی څخه اطاعت وکړي، په هېڅ ډول یې د خپل ماشوم د روزنې له پاره سمه تګلاره نه ده غوره کړې . د دې جملې په ویلو سره، لکه : ( د دې له پاره چې زه وایم ! )  د دې سبب ګرځي، ترڅو ماشوم د مسایلو د څرنګوالي په اړه فکر ونه کړي . له هغه څخه د پوښتنې کولو او شننې ځواک اخلئ . یا داسې ویل : ( څه چې زه وایم باید ترسره یې کړې ) په دې مانا چې خپل ماشوم ته هېڅ درنښت نه لري او هغه به هم تاسو ته هېڅ درنښت ونه کړي . د خپلو ماشومانو د سمې روزنې له پاره، د هغه د پوښتنو د ځوابو له پاره وخت ورکړئ او په بشپړ زغم او حوصله مندۍ سره هغه ته ځواب ورکړئ .

۳ ـــ ماشومانه چلند کول :

ماشومان له هغه څه څخه ډېر ځیرک دي، کوم چې تاسو یې تصور کوئ . اړینه نه ده، چې خپل غږ ماشومانه کړئ یا په ډېرو ماشومانه کلمو له هغه سره خبرې وکړئ، ترڅو ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي . ماشومان له یو بل سره د خلکو خبرې اوري او ماشومانه خبرې کول ځانته یو ډول سپکاوی بولي .   

۴ بوخت اوسېدل :  

د ماشومانو دا خوښېږي، چې هغوی ته ارزښت ورکړئ، په همدې دلیل هغوی ته ارزښت ورکول ډېر مهم دي . له خپل زوی سره د خبرو کولو پرمهال، خپل موبایل له ځانه لرې کړئ او په ټولو حواسو د هغه خبرو ته غوږ ونیسئ . دا د دې سبب کېږي، ترڅو په ځان باندې اعتماد پیدا کړي او هغه ارزښتمن حس، چې په لټه کې یې دی، له تاسو څخه یې واخلي .

۵ ـــ ډېرې خبرې کول :  

د کار پوهانو څېړنو ثابته کړې، چې د هر انسان مغز کولای شي، په اوسط ډول هر ځل ۵ تر ۹ موضوع ګانو پورې حافظې ته وسپاري . په همدې دلیل، کله چې ماشومان له خپلې وړتیا څخه ډېر اوري، نور نو د پاتې خبرو اورېدو ته لېوالتیا نه لري . که چېرې غواړئ خپلو ماشومانو ته ډېر مسایل ورزده کړئ، هغه په څو کوچنیو برخو وویشئ، ترڅو غوره پایله تر لاسه کړئ .

۶ ـــ  د رټونکو او محکومونکو اصطلاحګانو کارول :
  هېڅکله له هغو اصطلاحګانو څخه ګټه مه اخلئ، کومې چې په ماشوم کې د ګناه حس را منځته کوي . ماشومان له پیله د همدردۍ حس نه لري او په ډېرو څیزونو نه پوهېږي . نباید د هغو تېروتنو له پاره، چې ترسره کوي یې، ډېر یې ورټئ او یا یې وګواښئ .

۷ ـــ ګواښل :

د ماشوم له سترولو څخه موخه دا نه ده، چې هغه خپل اطاعت کوونکی وروزئ، باید ماشومانو ته د فکر او تېروتنې کولو موکه ورکړئ، د ماشوم ګواښل د دې سبب ګرځي، ترڅو په ځان باندې اعتماد له لاسه ورکړي او په ستروالي کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي .


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.