ژبه او ژبپوهنه

 محمد عثمان څولیزی
نېټه: ۳۰/۹/۲۰۱۶

د نړۍ د ټولو ژبو اټکلیزه شمېره کتابونو او کره انټرنېټي پاڼو نږدې اوه زره )۶۹۰۹( اټکل کړې ده. په نړۍ کې هند یواځینی هېواد دی چې ګڼې او مختلفې ژبې پکې په ویلې او لیکلې بڼه کارول کېږي. یعني په هندوستان کې د ټولو کارېدونکو ژبو شمېر د )۱۶۵۲( په شاوخوا کې اټکل شوی، چې د نړۍ د ټولو ژبو )۳۰-۲۵٪( جوړوي. هند په هر اړخیزه توګه د نړۍ یو ځانګړی او جلا هېواد ګڼل کېږي، ځکه چې ګڼ قومونه، مذهبونه، ژبې، دودونه او کلتورونه پکې راټول او هر یو خپل ځانګړی ارزښت لري.

ژبه د اړیکو نیولو، نظر څرګندولو او احساساتو د شریکولو تر ټولو غوره وسیله ده. ژبه د غږونو په واسطه د ارتباط او نظر څرګندولو سیستم دی. ژبه د انساني عادتونو داسې ټولګه ده چې د هغې په واسطه خپل اندونه، احساسات او ویناوې نورو ته رسول کېږي. ژبه د خپلسرو او اختیاري غږونو داسې سیستم دی چې پر مټ یې وګړي سره خپل منځي همغږي کوي. ژبه د شفاهي او لیکنیو سمبولونو داسې سیستم دی چې انسانان یې د ټولنې د یو وګړي په توګه د کلتور د لېږد لپاره کاروي.

ژبه او ژبې:

ټول هغه اساسات، اهداف او ځانګړنې چې د نړۍ ټولې ژبې یې لري ژبه ګڼل کېږي. په دې مانا چې هره ژبه د ارتباطاتو، پوهې، نظر، کلتور، احساس، هدف او ګڼو نورو پدیدو د لېږد چارې ترسره کوي. بله خوا ژبې ټول هغه نومونه دي چې د نړۍ په لر او بر کې د ټاکلو قومونو او ملتونو ژبې ته ورکړل شوي لکه: پښتو د پښتون قوم ژبه، هندي د هندو ټبارو ژبه، انګلیسي د انګریز توکمو ژبه او داسې نور درواخله. نو ژبه د ټولو لپاره په هماغه ورته مفهوم او ژبې بیا د هر ولس له لوري ټاکلې او خاصې دي.

د ژبې لپاره دا مهمه نه ده چې یو انسان دې په ګڼو او څو ژبو پوه وي. که یو څوک یوازې په یوه یاني په خپله مورنۍ ژبه باندې خبرې کوي هم ددې توان لري، څو خپل نظریات، غوښتنې او احساسات له نورو سره شریک کړي؛ خو په بېلو او ګڼو ژبو پوهېدا یو شخص ته دا وړتیا وربښي چې په یوه وخت کې خپل هدف د څو ژبو له ویونکو سره شریک او خپل هدف ته د رسېدو لپاره د هغوی له تجربو څخه ګټنه وکړي. که موږ خپل چاپېریال ته وګورو ډېر لږ به داسې پېښې سره مخ شو چې یو څوک دې یوازې په یوه ژبه وګړېږي او په بله هېڅ ژبه دې پوه نه شي، نور ډېری وګړي په دوه او دریو سیمه ایزو ژبو باندې پوهېږي او پرې ګړېدی شي.

د ژبې ارزښت:

ژبه په انساني ژوند کې رغنده او بسنټیز رول لوبوي. ژبه د انسانانو ترمنځ د راکړې ورکړې داسې وسیله ده چې له زوکړې تر مړینې ټولې چارې پرې روانې او سمبالوي. د ژبې په مرسته اندونه او نظریات په لیکلې یا ویلې توګه له یوه شخص څخه بل ته لېږدول کېږي. ژبه د ټولنیزو راکړو ورکړو او ژوند چارو د ښه سمبالښت لومړنۍ وسیله ګڼل کېږي. ژبه د فکر کولو مهم توک دی، چې له کبله یې ټولنه خپل افکار په ګڼو بڼو تر نورو رسوي. ژبه د نسلونو د نښلولو او له یوه نسل څخه بل نسل ته د کلتور د لېږد او پایښت یوه ارزښتمنه وسیله ده. د پوهې او علم په حاصلولو او نورو ته په لېږدولو کې هم د ژبې نقش رغنده او بنسټیز دی. د تجربو انتقال او په مقابل کې د نورو غبرګون او نظر اخیستل هم په ژبې ترسره کېږي.

د وینا او خبرو پر مهال له وینا کوونکي څخه دوه څيزه ترلاسه کېږي؛ یو د ټاکلې موضوع اړوند د غږېدونکي پوهاوی، نظریات او په دې برخه کې د هغه شخصي تجربه او دویم د نوموړي ژبه او ژبنی جوړښت، په دې مانا چې د جملو رغښت یې څه ډول دی، په جمله کې فعل، فاعل او مفعول په کومو کومو ځایونو کې کاروي او همدارنګه صفت، موصوف، عدد، معدود، مضاف او مضاف الیه او… نور د جملې په کومه برخه کې راځي.

ژبه او دندې یې:

په ټوله کې ژبه د دریو موخو لپاره کارول کېږي.

۱. د ژبې معلوماتي دنده: په دې برخه کې د ژبې دنده د اړیکو نیول او د معلوماتو شریکول او لېږد رالېږد شاملېږي.

۲. څرګندنۍ دنده: په دې برخه کې د ویونکي نظریات، احساسات، اخلاق، علمیت او ظرفیت تر اورېدونکي رسېږي او په مقابل کې یې په اورېدونکي، لیدونکي یا لوستونکي کې ورته احساسات راپارېږي او دویم کس داسې انګېري چې په خپله دی لومړنی کس دی.

۳. لارښوونکې دنده: په دې برخه کې د ژبې دنده د یوې کړنې او عمل د ترسره کولو یا هم نه ترسره کولو سپارښتنه، لارښوونه او غوښتنه کوي.

د ژبې ځانګړنې:

۱. ژبه او انساني وړتیا:

ژبه یوه انساني خاصه او وړتیا ده. په دې مانا چې نور ژوندي موجودات انسانانو ته ورته په سیستماتیکه توګه نه شي کولی خپلې کړنې، غوښتنې او ځانګړي نظریات تر نورو ورسوي. یاني له انسانانو پرته نور ژوي یوازې سمبولیک غږونه لري او د هغې پر مټ له خپل همرنګه سره همغږي کوي. ژوي هم د اړیکو نیولو لپاره تړلی ژبنی سیستم لري، یاني د ژوو لپاره ژبنی ادلون بدلون ستونزمن او ددوی تر توانه لوړ کار دی. انسانان آزاد او خپلواک ژبنی سیستم لري، چې تل بدلون منونکی دی، د هرې ورځې او حالاتو له اوښتون سره سم تغیر مني او مومي. همدا لامل دی چې انسانان د خپل تېر، حال او راتلونکي په هکله د نظر څرګندولو له توانه برخمن دي.

۲.ژبه او ټولنیزوالی:

ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده او موجودیت یې په ټولنې پورې خاص دی، نو ژبه په ټولنه کې د بلې هرې پدیدې په پرتله مهم او د اړیکو په نیولو کې اساسي رول لوبوي. یاني له ژبې پرته د ځان او ټولنې په هکله فکر ستونزمن او ناشونی برېښي. ژبه هر چېرته او په هره ټولنه کې د انساني کړنو د څرګندتیا او خبرتیا لامل ګرځي. په ټوله کې ویلی شو ژبه په ټولنه کې، له ټولنې څخه او د ټولنې لپاره زده او کارول کېږي.

۳. د ژبې اختیاري او خپلسري:

په ژبه کې د لغتونو او کلمو بدلون تر هرڅه ستونزمنه چاره ده. په دې مانا کله چې یوه کلمه د ټولنې د وګړو له خوا قبوله او ومنل شي، بیا د هغې له منځه وړل او یا هم اړول یې د ټولنې د وګړو لپاره نه منونکی کار دی. خو که په طبیعي توګه یوه کلمه د وخت او پېړیو په تېرېدو او حالاتو ته په کتو سره بدلون وکړي او خلک یې په هماغه بڼه وکاروي نو بیا کومه ستونزه نشته. دلته دا مهمه نه ده چې د لومړي ځل لپاره یوه کلمه څنګه، کله، چېرته او د چا له خوا رامنځته او وکارول شوه؛ خو د خلکو له خوا یې منښت، هرکلی او استعمال ارزښتمن ګڼل کېږي.

۴. ژبه د سیستمونو سیستم:

ژبه د ګڼو سیستمونو ) غږیزو، وییزو، غونډله اییزو او مانیزو( یواځینی سیستم دی، چې یاد واړه سیستمونه پکې په ګډه کار کوي. په دې مانا چې غږیز سیستم مانا لرونکی وییز یا لغوي سیستم رامنځته کوي او همدارنګه غږیز او وییز مانیز سیستمونه په ګډه غونډله اییز سیستم زېږوي. نو په پای کې دغه واړه سیستمونه یو مشترک وروستی سیستم )ژبه( رامنځته کوي. غږونه د انسانانو د تولیدي غړو )شونډو، غاښونو، اوریو، ژبې، ژبکې، پوزې، سږو او نورو( په واسطه تولید او د لېږدوونکو وسیلو )هوا( په مرسته د اورېدونکي تر اوریزو غړو )غوږونو( پورې رسېږي.

که انساني غږونه په شفاهي توګه تر اورېدونکي ورسېږي ویلی )شفاهي( ژبه یې بولي او که په لیکنۍ توګه یې لوستونکي ته ورسوي نو لیکلې )تحریري( ژبه یې بولي.

۵. ژبه نښه او سمبول:

ژبه یو سمبولیک سیستم دی. سمبول او نښه په ټولنه کې د یو ټاکلي اړوند څیز ښکارندويي کوي. همدارنګه وییونه او کلمې هم ځانګړنې نښې او سمبولونه دي چې یوه ټاکلې پدیده، پېښه، نظر او احساس انځوروي. کلمه د ګڼو او مختلفو غږونو مجموعه ده چې ټاکلې او خپلواکه مانا لري. که په یوه کلمه کې د یوه توري او غږ پرځای بل توری او غږ وکاروو نو ګورو چې د کلمې مانا بدلون مومي، یاني په بلې بڼې سره یو نوی ويي رامنځته کېږي.

۶. ژبه د اختیاري سمبولونو رغښت:

سمبولونه یو لړ اختیاري نښې دي، چې د موجوده پدیدو د څرګندولو لپاره د لغت یا انځور په بڼه کارول کېږي. په دې مانا چې په ګڼو او بېلابېلو ژبو کې د یوې پدیدې او څیز لپاره مختلف لغتونه استعمالېږي؛ خو د ټولو موخه او هدف به یوازې د هماغه یو شي ډاګیزول وي. د بېلګې په توګه ور یا دروازه یوه پښتو کلمه ده چې یو ټاکلي څیز ته کارول کېږي، خو د همدغه څیز د څرګندتیا لپاره د عربي ژبې ویونکي د باب او د انګلیسي ژبې ویونکي د ډور وييونه کاروي. نو ویلی شو چې ژبه د یولړ اختیاري نښو او سمبولونو څخه رغېدلی سیستم دی.

۷. ژبه، عادت او تمرین:

ژبه داسې پدیده ده چې د خوراک، څښاک او پوښاک د عادتونو په څېر زده کړې او تمرین ته اړتیا لري. هر څوک چې غواړي ژبه ) لومړنۍ یا دویمه( زده کړي نو ورځني تمرین، هڅو او تکرار ته اړتیا لري، څو په ژبه برلاسي ومومي. ژبه د دوه ډوله کلمو او لغتونو لرونکې ده. یو ډول یې فعال لغتونه دي چې په ورځنیو چارو کې ځني استفاده کېږي او ژر مو ذهن ته راځي. بل ډول غیر فعال لغتونه دي چې په خاصو حالاتو، موضوعاتو او ځایونو کې ځني کار اخلو. خو که په ژبه باندې خبرې ونه شي نو فعال، نیمه فعال او غیر فعال لغتونه مو واړه هېر او له ذهنه ووځي او په نتیجه کې په وینا او لیک کې د مطلب رسونه مو له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

۸. ژبه د کلتور هېنداره:

هره ژبه د ټولنې د کلتور او فرهنګ ښکارندويي کوي، په کومه ټولنه کې چې د ویونکو له لوري د ورځنیو چارو د سمبالښت لپاره کارول کېږي. په دې مانا چې هره ټولنه ځانګړې ژبه لري او ددوی ټول کړه وړه او کلتور د همدوی د ژبې په مرسته نورو ته رسېږي. نو ژبه له یوه نسل څخه بل نسل ته د کلتور د لېږد تر ټولو اسانه او غوره وسیله ده. کلتور د یوې ټولنې د تېر، حال او راتلونکي ښکارندويي کوي. دا چې یو قوم څومره لرغونی او له بل سره څه او په کومو برخو کې توپیر لري.

۹. ژبه او بې ساريتوب:

د نړۍ هره ژبه ځانګړې او بې سارې ده. په دې مانا چې هېڅ دوه داسې ژبې به ونه مومو چې له غږیزه، وییزه، جوړښتي او غونډله اییزه پلوه سره ورته یا بیخي یو شان وي. ښايي نږدې وي خو هېڅکله یو د بل ځای ناستې نه شي کېدلی. ځکه چې هره ژبه د یوې ټاکلې ټولنې د وګړو د تجربو، هڅو او هلوځلو پایله ده.

۱۰. ژبه او ګونګتیا:

کله کله داسې هم پېښېږي چې په یوه ژبه کې یوه کلمه یا جمله څو یا ګڼې او مختلفې ماناوې ولري. یا هم ښايي له یوې جملې او کلمې څخه به د لیکوال او ویونکي هدف یو څه وي، خو لوستونکی یا اورېدونکی یې په بله مانا واخلي. دا هر څه د لومړي او دویم کس له علمي او پوهنیزې کچې څخه سرچینه مومي. په دې مانا ښايي چې د دواړو مسلکي زده کړې مختلفې وي. نو یو به په یوه برخه کې زیات معلومات ولري او بل به په بله برخه کې مخکښ وي. خو په هر حال د کلمې او جملې مانا له متن څخه په ښه او غوره توګه اخځ کېدی شي.

۱۱. ژبه او تولیدي ځانګړتیا:

د هرې ورځې په تېرېدو او نویو پنځونو ته په کتو، د هرې ژبې ویونکی ددې توان لري چې وخت او حالاتو ته سره سم نوې جملې، لغتونه او اصطلاحات وپنځوي او خپلو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ومومي. نو د نویو کلمو، اصطلاحاتو او جملو تولید د انساني ژبې له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې نور ژوي ځني خلاص او دا وړتیا نه لري.

۱۲.ژبه مهالنی او ځايي بدلون:

د هرې ژبې ویونکی ددې توان لري چې نه یوازې دده په چاپېریال کې د موجوده څیزونو په هکله وینا او نظر څرګند کړي، بلکې کولی شي د هغو شیانو په برخه کې هم څه ووايي چې حاضردمه دده په محیط کې نه وي یا یې د اوس لپاره په سترګو نه ویني. مثلاً په یوه ستره دښته کې له یو چا څخه د بېړۍ او کښتۍ په هکله معلومات غوښتل، حال دا چې دی په دښته کې دی خو په خپل تېر پېر کې یې کښتۍ لیدلې ده؛ نو په دې برخه کې چې څومره معلومات لري درسره به یې شریک کړي. یاني انساني ژبه ددې توان لري چې یو انسان پرې په خپل تېر، حال او راتلونکي باندې تبصره وکړي؛ خو نور ژوي له دې ځانګړنې بې برخې دي.

په راتلونکې مقاله کې به د ژبپوهنې په څانګو درسره تم شم….
۳۰/۹/۲۰۱۶
حیدر آباد، هندوستان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.