دجالي جګړې او اسلامي امت

فاتح کاروان

په عراق او لیبیا کې جوړ نظامونه ړنګ شول او پر ځای یې ځایي وسله والې ډلې اوس هره یوه ځانته پاچاهي لري دا حالت بیا په لیبیا کې ډیر بد دی، وسله والې ډلې چې د امریکا، اسرائیلو، روس، ایران او فرانسې په استخباراتو پورې تړلي دي هڅه کوي چې په سیمه کې نا امني دوامداره وساتي او دا کار د خپلې ور سپارل شوې دندې له مخې کوي، مګر عربي نړۍ پرې ګونګه خوله ده!!

دا ګډوډي په همدې ځای پورې محدوده نده بلکې د یمن او سوریي اوسنې حالت هم له همدغه نا امنیو سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې په مصر کې اخوان المسلمین برطرف او سیکولر عناصر واکمن شول، سوډان د اسرائیلو او امریکا د هڅو په برکت په دوه‎ ‎برخو وویشل شو، صومالیا په بد حالت کې ده اوس امریکا او روس هغه قضیې همداسې مردارې پریښي او ټوله توجه یې سوریې ته اړولې ده، په سوریه کې امریکایي او روسي پوځونه هره ورځ او هره شپه ړندې بمبارۍ کوي او هدف له دغه بمباریو څخه دادې چې سیمه کې ګډوډي لا پراخه شي او پدې ګډوډۍ کې د امریکا او روسیې د وسلو جوړولو فابریکو ته پراخه ګټه رسیږي، ځکه چې د وسلو پلورلو ښه منډیي همدغه د جنګ ځای دی، بله خبره داده چې امریکا او روسیه دواړه د اسرائیلو حمایت او ساتنه په ځان لازمه بولي نو، د وسلو د ازمایلو او پلورلو تر څنګ یې اسرائیلو ته فرصت برابر کړی چې نور هم ځان قوي کړي او دې ته وایي(( دجالي پروسه ))!! تاسو وګورۍ امریکا د ایران او سعودي له اختلافاتو څومره ګټه واخیسته، سعودي یې په یمن د برید لپاره وهڅاوه او ایران یې د دغه برید پرضد راپورته کړ، پایله یې دا شوه چې سعودي عربستان په یوه بې سرو پایه جګړه کې ښکیل شو ایران ته فرصت برابر شو چې په یمن کې فعالې شیعه ډلې ټپلې لا مجهزې کړي بلاخره سعودي پدې جګړه کې د ایران د تمې سره سم را ایسار شو، اوس نو د سعودي سرحدونه محفوظ ندي او اقتصاد یې مخ په خرابېدو دی، په خبرونو کې به اورۍ چې وخت نا وخت یمني شیعه وسله وال د سعودي عربستان په سرحدي سیمو د میزایلو بریدونه کوي او نه یواځې سعودي شاهي کورنۍ ته یې لوی سر خوږې جوړ کړی بلکې د سعودي ځمکنی او هوایي تمامیت یې هم د ګواښ سره مخ کړیدی او دا هغه حالت دی چې ګټه یې ایران ته رسیږي! پدې معنی چې امریکا او روس د اسرائیلو تر څنګ د ایران د قوي کولو او ساتلو اراده هم کړیده. اې کاش چې د سعودي ویده واکمنان او عربي ټولنه دا خطر درک کړي چې یوه ورځ به پرې ایران او اسرائیل په ګډه واکمني کوي.

د فلسطین کړکیچ لا پخپل حال پاتې دی، خو په سوریه کې د جنګ اور په تیزۍ سره بلیږي، هره ورځ روسي دهریان، ایراني شیعه ګان او امریکایي صلیبیان په لسګونو شامي مسلمانان په شهادت رسوي او پدې توګه یې ټولې اسلامي نړۍ ته لوی مصیبت پیدا کړیدی مګر عربي ټولنه او اسلامي کانفرانس به کله دغه ستر خطر ته چې د اسلام او اسلامي امت په وړاندې صلیبي جګړه ده، متوجه کیږي دا نو لا تر اوسه هیڅ معلومه نده!!

کله چې موږ د عربو او اسرائیلو اوسني کشمکش ته ګورو، پدې مو ذهن خلاصیږي چې روانې جګړې د یهودو د سازشونو او توطیو پایله ده، یعني دا جګړې په حقیقت کې د اسلام او اسلامي امت پرضد پیل شوی دجالي جګړې دي او حالت رو رو هغه ځای ته ور ګرځي چې یهود غواړي لوی اسرائیل او ایران غواړي لویه تاریخي فارسي امپراطوري رامنځته کړي. اوس نو وخت راغلې چې د نړۍ ټول مسلمانان د ژبني، قومي او سمتي توپیرونو د په نظر کې نیولو پرته سره یو موټی شي او پرینږدي چې مسلمان امت نور هم د ذلت او بد بختۍ کندې ته ورښکته کړل شي، د مسلمانانو نجات یواځې په اتحاد او همغږۍ کې دی داسې همغږي او اتحاد چې د قرآن کریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې رامنځته شي او بس که داسې ونشي نو حالت به تر دې هم بدتر شي او بیا به ډیر ناوخته وي چې مسلمان امت د خپل ځان غم کوي .

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله ‏‎



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. د اسلامی امت د بیدارۍ او یو والي لپاره ۶۰ کاله کیږی چی حزب التحریر په کار پیل کړۍ او اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د اسلامی امت تر څنګ کار کوی، نور معلومات په لاندی لینک کی وګورۍ:
    http://hizb-afghanistan.com

    مننه ستاسو کشر ورور احمد

  2. الجاج استاذ بیانزی

    کاروان صاحب په حقایقو متکی او په ځای لیکنه وه الله ج دی اجرونه درکړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.