دخیال قلم/کفایت الله ریحان

کفایت الله ریحان

دا اوښکې مې قبولې او دردونه مې قبول کړه!

دمـات زړګـې نیـمـګړې ارمانونـه مې قبول کړه!

دا سـتا پـه میـنه مـرمـه اوستـا پـه مینه اوسم
دماتې خولې نه وځې فریادونه مې قبول کړه!

تـمام جـهان خـبر دې چـې عاشق ددغې لار یم
مـلنـګ یـمـه ګـرځېږمه سوالونه مې قبول کړه!

زمـا ســتړي ژونـدون ده او قـصـه مې د ارمان
روان یـم پـه نـهـاره دا مزلـــونه مې قبول کړه!

تصویر دڅوارلسمۍ دسپوږمۍ په څیرې رنګ
یعقوب یم دعینینو شبګیـــرونه مې قبول کړه!

یـو حســن یوسفي راته راغلې حک حیران ده
دا اوښکې اوبـحـرونه سیلابونه مې قبول کړه!

دژوند په تنهایې کې په زندان کې زه اوسیږم
ای ربه؛ شیکنجی او ځنځیرونه مې قبول کړه!

کفایت الله ریحانه؛ غـمــونــو اوس را ګیر کړې
دا مات قلم دامات ګوډ شعرونه مې قبول کړه!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.