فرانسه: «جنګل» کیمپ کې د مهاجرینو او پولیسو تر منځ اخ او ډب را منځته شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د فرانسې پولیسو پر هغو مهاجرینو ګیس او تیزي اوبه شیندلي چې د خپل کیمپ څخه یې د دفاع په خاطر د پولیسو مخنیوی کوی.

په فرانسه کې دشانتي په نامه سیمه کې د «جنګل» په نامه د مهاجرینو کمپ له تیرو څو کلونو څخه اباد دی، خو حکومت وايي چې دغه کمپ به نور ړنګوي او مهاجرین به یې نورو کمپونه ته انتقالوي.

د راپورونو سره سم تېره ورځ شاوخوا ۲۰۰ مهاجرین او د مهاجرینو د حقوقو څخه ددفاع ټولني په لسګونو فعالان را ټول شوي وه تر څو د حکومت په خلاف لاریون وکړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند امر کړی چې د روان میلادي کال تر پایه به د «جنګل» په نامه د مهاجرینو کمپ تړل کیږي.

په تیرو دوه کلونو کې د افغانستان، سوریا او عراق په زرګونو مهاجرین په دغه کمپ کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې برتانیې ته ځان ورسوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.