لوګر: طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ۴ ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په چرخ ولسوالۍ کې دطالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ له تېرې ورځې سخته جګړه روانه ده.

چارواکو ویلي چې دغه جګړه پرون مازدیګر هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د چرخ ولسوالۍ په یو شمېر برخو بریدونه پیل کړل.

د راپورونه له مخې په دغه جګړو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

د جګړې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دولتي چارواکو او طالبانو څه نه دي ویلي.

تعقیب: نن ټکی اسیا په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څخه لاندي پيغام تر لاسه کړ:

#جنایت: نن له غرمې مخکې د لوګر ولایت دڅرخ ولسوالۍ د جامع مسجد دروازه د مزدورو عسکرو لخوا په هوان وويشتل شوه، ۴ تنه ملکي هیواوال شهیدان شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.