حزب اسلامي افغانستان ته څه ورکولای شي؟

محمد اسماعيل (عندليب)

د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان دولت د خپل یو وسله وال مخالف ګوند حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدين حکمتيار سره د سولې تړون لاسليک کړ، په دې معنی چې حکمتيار نور افغانستان کې جنګ نه کوي، هيواد خپلواک بولي نه اشغال شوی، اوسنی حکومت مشروع او منتخب دی، او په همدې اساس د حکومت ټول اقدامات او تړونونه هم قابل د عمل دي البته خپلو ګټو ته د کتلو پر اساب د بدلون وړ دي، همدا شان قوانين هم صحيح، د اسلامي شريعت سره برابر او د افغاني عنعنو سره په ټکر کې نه دي، خو حالاتو ته په کتلو پکې بدلون راتلای شي، [د قوانينو طبيعيت همداسې وي چې وخت په وخت اړتياوو ته په کتلو سره پکې بدلون راتلای شي].

خو دا هر څه يوازې د حکمتيار په آند، مطلب دا هغه عوامل چې تر اوسه د حکمتيار لپاره د جنګ او مخالفت اساس بلل کېده، اوس له منځه تللي دي، د ځينو نورو لپاره نه.
د حکمتيار صيب د همدې دريځ په نظر کې نيولو سره زه چې ګورم، اورم او تحليلوم نو هيواد کې د نظر خاوندان په دوه ډلو ويشل شوي، يو يې مطلق د سولې د تړون، حزب اسلامي، شخص حکمتيار او افغان دولت په پلوۍ نظريات ورکوي، او بله يې مطلق په مخالفت کې ولاړ دي، او مخالفت ته يې هم زاړه او پخواني دلايل لټوي، په اصطلاح مړي له قبرونو راباسي.

اوس چې حکمتيار صيب له جنګ اومخالفته لاس په سر شو، او په حکومت کې به په اصطلاح مدغم شي، په منفي اړخ يې ډېرې خبرې کيږي د بېلګې په توګه:

» د حزب او طالبانو د جنګياليو وسله والې نښتې به پيل شي.
» حزب به په حکومت کې د داسې بدلونونو غوښتنه وکړي چې عملي کېدل يې ستونزمن یا ناشوني وي.
» حزب به پخوانيو تربګنيو ته ملا وتړي او د غچ اخستلو پلانونه به جوړوي.
» حزب به د (پاکستان-امريکا) پلانونه پر مخ وړي.
» حزب به د نظار شوری، جمعيت او اتحاد د ګوندونو په څېر د دولت په داخل کې دولتونه جوړوي.
حزب به داسې او حزب به هاسې …

خو دا هغه څه دي چې د افغانستان په سياسي ډګر کې د ګونديز تعصب زېږنده بلل کيږي، په اصطلاح يوه ډله په پوره جسارت سره د زړه بړاس باسي، او په هيڅ راز سياسي، اخلاقي او انساني پولو نه دريږي، او بله ډله که بيا څه ناڅه ځان مثقف بولي، نو د خپلو محاسنو په بيانولو کې مبالغه کوي، او يا هم د سوک ګوزار په ډبره ورکوي.

موږ هر يو په فکري يا سياسي لحاظ يو لوری نيولی، خو دا معنی نه چې کله دې هم د بې طرفۍ په دريځ نه دريږو، پر زيانونو به ډېر څوک غږېدلي وي، راځئ څو هغه عمده موارد راروښانه کړو، چې حزب اسلامي اسلامي پکې د افغان ملت په ګټه تمامېدای شي.

غواړم پنځه هغه موارد چې زما د مغز په خانو کې تاويږي راتاويږي د خسته کوونکي درازۍ څخه د مخنيوي لپاره په نقطه وار ډول وليکم چې په پای کې يو شرط هم لري.

I. حزب اسلامي يو له هغو تنظيمونو څخه و چې زيات علمي کدرونه يې درلودل، حزب اسلامي د شورويانو پر ضد د جهاد په وخت کې د هر فن له استادانو ډک و، هم پکې ديني علماوو شتون دلود، هم پکې د عصري علومو استادان وو، ښه علماء، ژبور خطیبان، د قلم خاوندان او ښه ليکوالان، په ديني او دنياوي علومو سمبالې څېرې پکې راټولې شوې وې، په همدې اساس حزب اسلامي اوس چې ورته د ازاد فعاليت اجازه ورکول شوه، او د افغان دولت سره يو ځای شو، نو کولای شي په علمي ډګر کې د افغان ملت خدمت وکړای شي. که حزب اسلامي خپل علمي کدرونه سره منسجم کړي، علمي مرکزونه، پوهنتونونه، ښوونځي او ادارې جوړې کړي، او شته ښوونیزو او پوهنيزو مرکزونو ته توجه وکړي، نو کولای شي د افغانانو بچي په ښه توګه وروزي.

II. حزب اسلامي له سياسي مشرانو هم ښه غني و، د حزب يو شمير غړي د ژور سياسي بصيرت څښتنان و، د هغوی سوچ او پر ځای اقداماتو پر نړيوالو د حزب حيثيت او منزلت منلی و، او توانيدلي وو چې هر چرته خپل قوي حضور تثبيت او نور پر ځان رامات کړي، نو په همدې اساس که حزب اسلامي هڅه وکړي چې په سياسي فضا کې له خپلو تجربو ګټه واخلي نو شونې ده چې هيواد کې د سياست په ډګر کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

که د حزب غړي د مناسب ملي سياسي نظر په درلودلو سره لوړو او فيصله کوونکو پوسټونو ته ورسيږي، او د ملي اند سره په قضاياوو کې مخ پر وړاندې لاړ شي نو نه يوازې دا چې د هيواد په داخل کې به نورو ته هم په سياسي بهير کې د ورداخلېدو لار وښيي، بلکې له هیواده بهر هم شونې ده چې د نورو منفي نظرياتو ته بدلون ورکړي.

III. څو لسيزې وړاندې حزب په داسې حال کې تشکيل شو، چې په افغانستان کې جګړه خپره او مخ پر سختېدو وه، په همدې اساس حزب په نظامي برخه کې ښه قوماندانان او د جګړې ښه رهبري کوونکي وروزل، په ډېرو سيمو کې د حزب اسلامي د نظامي څانګې مسئولينو وړتياوې وښودلې، او پرمختګونه يې وکړل، په همدې سبب که چېرې حزب اسلامي خپل پخواني جنګيالي او نظامي مسئولين يو ځل بيا د دولت په چوکاټ کې بسيج کړي، نو وبه کولای شي د هيواد او خلکو ښه ساتنه او دفاع وکړي.

IV. دې کې شک نه شته چې دغه ګوند په افغاني پرګنو کې له نفوذ څخه برخمن و، که څه هم پر پښتون حسابېده خو بیا یې هم په نورو قومونو کې مخلص اتباع درلودل، [کېدای شي دا هم د دوښمن دسيسه وه چې ګوندونه يې په قومونو او ژبنيو توپيرونو سره ويشلي وو] د همدې پخواني نفوذ او د ملت په زړونو کې د شته مينې څخه په ګټې اخيستنې دغه ګوند د ملي يو والي لپاره هومره څه کولای شي چې په تېره نژدې يوه نيمه لسيزه کې نه دي شوي، او او د ملت د رانژدې کولو لپاره هغسې کار کولای شي چې تر اوسه د دې جنګ ځپلي هيواد د خلکو تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو او يو پر بل د وهلو لپاره کېدل.

V. دغه ګوند د شورويانو د اشغال مراحل او او پر افغانستان د اوسني بهرني سياسي او جغرافيايي تسلط کلونه ليدلي او تجربه کړي دي، د حزب امير او يو شمير پياوړو قوماندانانو د امريکا او نړيوالو ځواکونو بريد اشغال وباله، اوس يې چې په د نړيوالې ټولنې لخوا په (بون) کې د جوړ شوي نظام له دوام څخه ملاتړ ته زړه ښه کړ، نو نه بايد له ياده وباسي چې بهرنۍ غير مرئي واکمني لا هم دوام لي. په همدې اساس که حزب اسلامي يوازې د واکمنۍ او حکومت کولو په غم کې نه شي، نو په خپل پياوړی دريځ سره به وکولای شي افغانان د نورو له پرېکړو وژغوري.

دا هغه عمده موارد دي چې حزب پکې بالقوه او په ځينو برخو کې بالفعل وړتيا لري، شونې ده په نورو جزوي او اړخيزو چارو کې هم دغه ګوند د غوره کار، ولس د پرمختګ او ملت د سوکالۍ جوګه وي.

خو د حزب اسلامي د دا ډول فعاليتونو لپاره بيا زما په ګومان يو لړ شرايط هم په پام کې نيول پکار دي، که چېرې حزب اسلامي د حالاتو د غوښتنې سره سم په خپله بدنه کې تغير او نرمښت رامنځته نه کړي نو نه يوازې دا چې دغه ګوند به هم د جمعيت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي، دعوت [اتحاد] اسلامي او نورو په شان ناکام شي، بلکې [لا زيات] به د بدنامۍ کندو ته ګوزار او طوق لعنت به يې په ورميږه شي، د بېلګې په توګه:

I. حزب اسلامي بايد د نورو ګوندونو سره له پخوانيو تربګنيو او دوښمنيو لاس واخلي، دا معنی چې د هغو تېريو او د [دوی په نظر] زيان رسوونکو اقداماتو د غچ په فکر کې نه شي چې په تېر کې د جمعيت، وحدت، اتحاد، او جنبش څخه حزب ته رسېدلي دي.
II. حزب اسلامي په ګونديز تعصب کې د پخوا په شان غرق نه شي، دوی بايد يوازې توجه هغه چا ته ونه کړي، چې د ګوند بيرغ یې پر کور ځوړند، او يا يې هم په جيب کې د دې تنظيم کارت پروت وي، کله چې په تعليمي، سياسي او نظامي برخه کې د مسئول په توګه داخليږي، او ذمه وارۍ وردغاړې کيږي، نو د تنظيم نښان بايد بيا يو لور ته کيږدي، ځکه دې منصبونو ته د رسېدو لپاره دې د ګوند ټيکټ وکارول شي، خو وروسته نه.
III. دغه ګوند دې يوازې دې ته کار ونه وايي چې خپله ښه او د بله بده ووايي، خپلو [تېروتنو] ته د برحقۍ دلايل وتراشي، او د نورو ته د ملامتۍ، خپلې ځينې پرېکړې دې د نورو د برترۍ او د نورو نه ملاتړ دې د هغوی ملت دوښمني نه تعبيروي.
IV. حزب اسلامي بايد په محدوده جغرافيه يا سياسي ميدان کې پر سياست کولو راضي نه شي، او که نه دا به يې ډېره تېروتنه وي، مطلب دا که دوی ته په يو ولايت يا څو ولايتونو کې د اختيار ورکولو په بدل کې په نورو کې د نه لاسوهنې وړانديز کيږي، نو دا د حزب د کوچني کولو هڅه ده، چې بايد ويې نه مني. [لکه اوس چې يو شمير خبرونه نشريږي چې حزب ته د يو شمير ولایتونو يا وزارتونو وړانديز شوی، چې هغه به يې سهم وي او په نورو کې به کار نه لري].
V. موږ اوريدلي چې په پخوانيو وختونو کې حزب د خوړل شویو جوارو وږي خولې ته نيولي، په اصطلاح ژوول شوې ګنډيرۍ يې بيا ژوولي [چې کېدای شي تبليغات او ادعا وي]، چې دا يوه وختي تمتع ده، نو که حزب د پخوا په شان بيا هم د نورو لاسته راوړنې ځان ته منسوبوي، او یا هم کوښښ وکړي چې په تزويري ډول نور تر خپل سيوري لاندې راولي، نو دا به په وولس کې له حزب څخه د نفرت د زېږېدلو او زياتېدلو لامل شي، نو د کاميابۍ شرط دا دی چې د حزب په ورغوي کې دې رڼې اوبه وي، نه خړې.

خو د شوريانو سره د جهاد په کلونو او بيا د امريکا پر ضد د حزب اسلامي تاريخ ته په کتنې سره دا بايد په ياد ولرو چې د دې ګوند هر څه د انجنير حکمتيار تر ژوند پورې تړلي دي، که هغه نه وي دغه ګوند په هومره قوت، وحدت، او سلامت نه پاتې کيږي.

موږ وليدل چې د حزب اسلامي ډېر برجسته غړي د حامد کرزي په اداره کې او بيا د اشرف غني په حکومت کې په لوړو چوکيو کېناستل، خو دا چې حکمتيار يې په منځ کې نه و، څوک په يوه او څوک په بله روان وو، چې د خالد فاروقي، وحيد الله سباوون، او عبد الهادي ارغنديوال په مشرۍ د درې نورو ګوندونو زېږېدل، او د قاضي محمد امين وقاد او جمعه خان همدرد لخوا د حزب تر بيرغ لاندې د جلا فعاليتونو کول يې ښې بېلګې د ي.

په پای کې بايد ووايم دا یوه جلا موضوع ده چې د انجنير حکمتيار دغه مصالحه پر ځای وه که نه، خو اوس وخت کې د اوسني دولت او افغان ملت لپاره په ځینو برخو کې په دې شرط چې له درايت کار واخلي، مرستندوی واقع کېدای شي.

2016-10-02



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. ته حزب اسلامي پریږده! دا ووایه چې د منان نیازي عمارت په کوم ښکر ودرېد؟
    مادرسول جان اخند دې څرنګه شو او ایا د سولې په اتڼ کې تاو شي اوکنه ؟
    د داعش او حنیف اتمر تر منځ د دلالۍ په کار دې څه وکړل؟ څومره پیسې درته په کې پاته شوې او ته وا حنیف اتمر به دې په کومه څوکۍ سپور نه کړي؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.