اه مي رسي/ تپاندزُهاد

تپاندزُهاد

وفامه غواړه له چانه دي دنیاکي
هرسړي ژاړي له ځانه دي دنیاکي

دنیاوال دي خوشحالي کړي زه غمونه
ژوندمي سخت دي بي له تانه دي دنیاکي

خپل قسمت مي له دردو سره اشناکړي
مروریم له جهانه دي دنیا کي

چي سپرلي شي غاټول په ټوکیدوشي
بیابیریږي له خزانه دي دنیاکي

ظلم مه کوه ظالمه زه مظلوم یم
اه مي رسي  تراسمانه دي دنیاکي

په سینه کي مي زړګۍ چي راته ژاړي
ستادلاسه څه هجرانه دي دنیاکي

کاشکي ووینمه ستاوصال په سترګو
د( تپاندزُهاد) جانانه دي دنیاکي

تپاندزُهاد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.