ايران جنګي ډرون الوتکه جوړه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ايراني رسنيو له راپور سره سم ايران د هوايي بريدونو لپاره جنګي ډرون الوتکه جوړه کړې.

د رسنيو له قوله ياده الوتکه د هغه امريکايي ډرون الوتکي په شان ده چې پنځه کاله وړاندي له افغانستان نه د ايران فضاء ته داخله شوې وه.

ايرانۍ ډرون الوتکه چې کاپي يې له امريکايي ډرون الوتکي اخيستل شوې صاعقه نومول شوې او کولای شي څلور رهبري شوي راکیټونه پر ټاکل شویو هدفونو وار کړي.

په ۲۰۱۲ م کال کې يو ايراني جګپوړي چارواکي ويلي وو چې د افغانستان له فضاء نه ايران ته د راغلي ډرون الوتکي معلومات ښيې چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د ځای په اړه د معلوماتو را غونډولو لپاره استعمال شوې وه.

امريکايي رسنيو د ايرانۍ ډرون الوتکي اړوند څه نه دي ويلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.