جان کیري به د اشرف غني او عبدالله سره په بروسلز کې وویني

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي رسنیو ته ویلي چې د بروسلز د غونډي په څنډه کې به جان کیري د ګډحکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله سره وویني.

د نوموړي په وینا جان کیري به د امریکا د پلاوي مشري په غاړه لري او په دغه غونډه کې به هڅه وکړي چې د افغانستان لپاره د امریکا پر همکاریو او مالي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړي، همداسي به نور هیوادونه تشویق کړي چې د افغانستان سره خپلي همکاري ته ادامه ورکړي.

نوموړي ویلي چې جان کیري به اشرف غني او عبدالله ته خپل له اړخه اطمینان ورکړي او د ښه حکومتولي، فساد پر ضد مبارزې، حقوق بشر او د ښځو پر حقوقو په برخه کې به د هغوی هڅي وستايي او مزید کار کولو ته به یې وهڅوي.

باید وویل شي چې دوه کاله وړاندي جان کیري وروسته تر هغه د اوسنی ګډحکومت تشکیل جوړ کړ کله چې دواړه مشران اشرف غني او عبدالله په انتخاباتو کې یو بل ته د ماتي ورکولو ادعا کوله، د نوموړي د مداخلې وروسته د جنجالي انتخاباتو دویم پړاو پایلي لغوه اعلان شوي او د ملي وحدت په نامه حکومت بنسټ کښېښودل شو. که څه هم د ملي یووالي حکومت د کار دوره په هغه وخت کې دوه کاله بلل شوې وه، خو تر دوه کلونو وروسته بیا هم دغه حکومت خپل کار ته ادامه ورکړي چې له امله یې د ځینو سیاسي شخصیتونو په اند اوسنی حکومت هیڅ مشروعیت نه لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.