کوه طور/ اجمل ښکلى

اجمل ښکلی

کوه طور په سينا صحرا کې د يوه غره نوم دى. په سامي ژبو ورته طور سينا وايي. په قرآن کريم کې (طور سنين) هم راغلى. خداى پاک چې د انسان د خلقت ستاينه کوي؛ نو پر تين(چې په غالب ګومان انځر ته وايي)، زيتون او د طور پر غره قسم خوري. وايي، چې سنين له ونو ډک غره، برکتي او ښکلي ځاى ته وايي.

پخوا چې د زيتون ونه د اقتصاد مهمه منبع وه، مذهبي تقدس يې لاره. په لرغوني يونان کې اتنا د اتنوالو محبوبه خدايڼه(الهه) وه، ځکه دوى ته يې د زيتون ونه ورښودلې وه. د لرغوني يوناني اتنا(چې له اتن سره اړيکه لري) کلمه د عبري له تين سره بې ارتباطه نه شوګڼلى.

طور په سامي ژبو کې غره ته وايي. په پارسي کې ترې (سينا) پرېوتى او (کوه) ورپسې اضافه شوى. په ځينو متونو کې د (طور) په بڼه هم راغلى، چې اشاره يې همغه طورسينا ته ده.

دې غره ته حوريب غر، جبل الله او جبل موسى هم ويل شوى.

دا غرپه ابراهيمي اديانو کېډېر ياد شوى او مذهبي تقدس يې ترلاسه کړى دى. د روايتونو له مخې اسراييلو د مصر تر اسارت وروسته همدلته راټول شول. حضرت موسى ته يهوه همدلته  د پيغمبرۍ منصب ورکړ او همدلته د بني اسراييلو مشرانو له خدايه د ليدو خواهش وکړ. زرين سامرى همدلته جوړ شوى و.

حضرت موسى چې له خپلې کورنۍ سره له فلسطين نه مصر ته روان و، د شپې ترې په دې وادۍ کې لار ورکه شوه. د طور پر غره يې رڼا وليده، ګومان يې وکړ، چې چا اور بل کړى. خپلې مېرمنې ته يې وويل، چې تاسو همدلته اوسئ، زه له هغه ځايه اور راوړم. حضرت موسى چې ورلنډ شو، په يوه ونه کې رڼا بله وه. بل روايت وايي، د اور غرغرو په شا وتمباوه. د قرآن کريم د (طه) سوره له لسم نه تر څوارلسم پورېآيتونه راته کيسه کوي:

«إِذْ رَءَا نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُواْ إِنىّ‏ءَانَسْتُنَارًالَّعَلىّ‏ءَاتِيكمُمِّنهْابِقَبَسٍأَوْأَجِدُعَلىَالنَّارِهُدًى * فَلَمَّاأَتَئهَانُودِىَيَمُوسىَ * إِنىّ‏أَنَارَبُّكَفَاخْلَعْنَعْلَيْكَإِنَّكَبِالْوَادِالْمُقَدَّسِ طُوًى * وَ أَنَا اخْترَتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى * إِنَّنىِ أَنَا اللَّهُ لَا إِلَاهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنىِ وَ أَقِمِ الصَّلَوةَ لِذِكْرِى*

ژباړه: چې اور يې وليد، خپلې کورنۍ ته يې وويل، تاسو دلته اوسئ، ما اور وليد، چې لږ ترې درته راوړم، چې لار پرې ومومو. چې اور ته راورسېد، غږ يې واورېد: اىموسى، خداى دې يم، پڼې دې وباسه، چې د طوا پر مقدسه ځمکه ولاړ يې. ما ته (استازى) انتخاب کړى يې؛ نو وحې ته غوږ کېږده. زه واحد خداى يم، بې ما بل معبود نشته. زما عبادت وکړه او زما د يادولو لپاره لمونځ وکړه.

وايي، چې همدلته ورته خداى پاک وويل، چې دا لاس کې دېڅه دي. حضرت موسى ورته وويل، چې امسا ده. د خداى له امر سره يې چې امسا خوشې کړه، لوى مار ترې جوړ شو او دا يې معجزه شوه.

په اسلامي فرهنګ کې کوه طور د يوه خوږ، مرموز او پرتمين غره په بڼه ياد شوى. پر مذهبي درسونو سربېره زموږ شاعرۍ هم د کوه طور له تشهير سره مرسته کړې ده.

په شاعرۍ کې کم مستقيم؛ خو ډېر د تشبيه، استعارې او لږ د سمبول په بڼه نامستقيم ياد شوى دى او تلميح ترې جوړه شوې ده.

موږ چې مذهبي خلک يو، هغه شاعري خوند راکوي، چې زموږ مذهبي کيسو ته اشاره کوي.

شاعران پر ټولو هغو منابعو فکر کوي، چې پر لوستونکي اغېز ښندي، ځکه لوستونکى د ده د شاعرۍ ارزښت ټاکي او له دېځايه پوهېږو، چې د تخليق پرمهال لوستونکى بې نقشه نه وي.

ديني کيسې له پېړيو پېړيو راروانې دي او په دېډول زموږ د ټولنيز لاشعور برخه ګرځېدلې دي. فکر کوم، د کوه طور په مرموزتيا کې به زموږټولنيز لاشعور بې نقشه نه وي. لاشعور که فردي وي، که ټولنيز زموږ رواني رغښت ټاکي او داسې کوه طور زموږ لپاره رواني ارزښت هم لري. د کوه طور کيسه چې اورو، لکه يو خوږ خوب چې وينو. يو طرف يو بېکسه سړى، له خپلې کورنۍ سره مينه لري او بل طرف ته توره شپه، غر، ساړه او د خداى له مينېډک غږ. داسېښکاري لکه د خپلو ناممکن ارزوګانو کوم خوب چې وينو او دا خوب له ويرې هم ډک وي او له محبته هم.

د کوه طور په کيسه کې د غر يادونه وينو. غر زموږ په شاعرۍ کې د لويۍ او ثبات لپاره د يوي استعارې په توګه کارېدلى دى. حضرت موسى هم د پيغمبرۍ په لوى منصب په همدې غره کې وټاکل شو. د غره له امله هم زموږ شاعرانو ته د کوه طور تلميح خوند ورکړى.

د کوه طور په تلميح کې افسانوي بڼه وينو. داسې انګېرو لکه يوه تېره هېره افسانه چې بيا رايادوو. د دې کيسې مجازي کارونه راسره د خپلې خبرې په افسانوي کولو کې مرسته کوي.

د کوه طور کيسه ډراماتيک اړخ هم لري. په دې کيسه کې کرکټرونه دي، مکالمې دي او حرکت دى. شاعر چې کوه طور د استعارې يا سمبول په بڼه کاروي؛ نو د لوستونکي په ذهن کې د کوه طور کيسه او د حضرت موسى جدوجهد ټول د يوې نندارې په بڼه تېر شي. د دې کيسې حرکت يې ذهن متحرک کړي. د کوه طوره په کارونه په شعر کېډرامايي خصوصيت پيدا شي. موږ پوهېږو، چېډرامايي خصوصيت د شعر د اغېز په زېاتېدلو کې لاس لري.

د کوه طور يو بل اړخ تصوير دى. په دې کيسه کې توره شپه ده، يوه سړي له خپلې کورنۍ سره لار ورکه کړې.ښايي ساړه هم وي، چې اور ته يې اړتيا ده. پاس د اژدها غوندې په شنو ونو په پوښلي غره کې رڼا ده. سړى د رڼا په تکل ورروان شو، کورنۍ ته يې په لاس په ټيټ غږ د تم کېدلو اشاره وکړه. چې غره ته ورسېد، له نامتوقع حالت سره مخ شو. اور نه و، بل څه و. داسېڅه چې ده يې په عمر کې هيله نه وه کړې. ده ته وويل شو، چې د طوا په مقدسه وادي کې ولاړ دى، بايد خپلې پڼې وباسي او د يوه خداى عبادت او تبليغ وکړي. سړي امسا وغورځوله، له امسا نه اژدها جوړه شوه.

دا ټول کيسه ييز خصوصيتونه دي. متحرک تصويرونه، له نامتوقع حالت سره مخېدل او دا ټول د کوه طور د تلميح په ادبي ارزښت کې نقش لري.

اژدها د لرغونو حماسو يو مهم اړخ دى. يوه لويه خونړۍ بلا، چېډېر زور لري، ويروونکى شکل يې دى.اژدها د زياترو ولسونو په اسطورو کې وينو. په مصر کې اژدها د نيل په طوفاني کولو کې لاس لاره، ځکه نو کله د اوسيروس خداى او کله د هاتور خدايڼې په شکل راتله. په شاهنامه کې له راغلي ضحاک سره هم اژدها بې ارتباطه نه ده. په لرغونو اوستايي متونو کې هم اژدها د يوه خونړي او ويجاړوونکي حيوان په توګه راڅرګنده شوې ده. پښتون مومن خان هم د خلکو د خلاصون لپاره له يوه لوى مار سره سره جنګ کوي، چې په ډېرو متونو کې د اژدها هممانا بلل شوى. بيوولف هم د خلکو د خلاصون لپاره له اژدها سره جنګ کوي.ځينې پوهان په دې اند دي، چې پخوا اژدها موجوده وه؛ خو په انساني کيسو کې يې بڼه واوښته او زياتره د يوه وحشتناک حيوان په بڼه راڅرګنده شوه.

اژدها موږ ته افسانوي ارزښت لري او په رايادولو يې ويره احساسوو. د کوه طور د تلميح په ارزښت کې د اژدها يادونه هم لاس لري.

ښه تلميح هغه ګڼل کېږي، چېڅو اړخه ولري او محدوده نه وي.د کوه طور په لوست راته د حضرت موسىټوله مبارزه او کيسه مخ ته ودرېږي، چې له فرعون سره يېڅه وکړل، د سامري کيسه څنګه وه او کوه طور څنګه و.

موږ په خپله پخوانۍ شاعرۍ کې نور ډېر تلمېحات هم لولو؛ خو هغه اوس له کاره لويدلي دي؛ خو کوه طور تراوسه زموږ د شاعرانو لپاره دلچسپه استعاره ده. د دې سوال ځواب پاسني علتونه ګڼلى شو. هغه کيسي او کرکټرونه چې د ادبياتو له اوښتونکو غوښتنو سره موازي مزل نه شي کولى، له موډه غورځېږي. زموږ اوسنۍ شاعري سمبوليک او ډراماتيک خصوصيت لري او د کوه طور په کيسه کې دا خبره شته ده؛ خو يوه خبره د يادولو وړ ده، چې د کوه طور غوندېډېر تلمېحات د تشبيهاتو، استعارو او سمبوليکو کلمو په توګه خو راغلي؛ خو داسې نظمونه ما نه دي ليدلي، چې له داسې کيسو يې په ټوله کې د يوه تمثيلي سمبوليک بيان يا کيسې لپاره استفاده کړې وي. کوه طور ته د حضرت موسى ختل، رڼا، ونه، غر، شپه، د خداى غږ، ساړه، کورنۍ دا ټول هغه سمبوليک عناصر دي، چې موږ د يوې سمبوليکې کيسي يا نظم ليکلو ته لمسوي او دا يواځې د کوه طور کيسه نه ده، بلکې داسېډېر غرونه او کيسې شته، چې که يې دقيق ولولو، د خپلو شاعرۍ د ځلونې لپاره ترې استفاده کولى شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.