طالبان: یرغلګر غواړي افغانستان ددوی پر مرستو متکي پاته شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د رواني میلادي میاشتي اکتوبر پر څلورمه او پنځمه د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د افغانستان سره د مرستو په نامه غونډه جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د ګډحکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله پر یوه ځای د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي، «داسي ډیر کانفرانسونه په تیره یوه نیمه لسیزه کې څو ځله دایر شوي خو عام افغانانو ته یې هیڅ ګټه نه ده رسیدلې.»

نوموړي ویلي چې دغه سي کانفرانسونه یوازي د شتمنو او عامو افغانانو تر منځ د واټن د زیاتوالي سبب ګرځېدلي ځکه چې په دغه سي کانفرانسونو کې مالي کومکونه بهرنیو قراردادیانو ته رسیږي او یا یې هم د هغوی داخلي شریکان سره حیف او میل کوي.

په خبرپاڼه کې د ګډحکومت پر مشروعیت هم نیوکه شوې او ویل شوي: « داهم ټولو ته معلومه ده چې د کابل اداره هیڅ قانوني مشروعیت نه لري حتی پارلمان یې حکومت غیر مشروع ګڼي او حکومت یې پارلمان.»

طالبانو په خپل خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یرغلګر هیوادونه تل ددغه سي کانفرانسونو په ذریعه خپل اشغال ته دوام ورکول غواړي او خپل د استعماري اهدافو لپاره کار کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هیوادونه کله هم داسي مرستي نه کوي چې په ترڅ کې افغانستان پر خپلو پښو ودریږي، بلکي دوی غواړي افغانستان تل په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې پر دوی متکي پاته شي.

او زیاته وي: بهرنیان که د افغانستان سوکالي غواړي نو تر ټولو لومړی دی د اشغال پای ته رسولو پریکړه وکړي، خپل پوځ او وژونکي سلاوي دي زمونږ له هیواده وباسي، د مظلومو بیګناه افغانانو د ځورولو، وژلو، بمبارولو، او په ولس د کابل غیر مشروع ادارې د تحمیلولو نه دي لاس واخلي.

د یادوني وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د بروسلز په غونډه کې به جان کیري د افغانستان د ګډحکومت د دواړو مشرانو سره وویني.

نوموړي ویلي چې جان کیري به اشرف غني او عبدالله ته خپل له اړخه اطمینان ورکړي او د ښه حکومتولي، فساد پر ضد مبارزې، حقوق بشر او د ښځو د حقوقو په برخه کې به د هغوی هڅي وستايي او مزید کار کولو ته به یې وهڅوي.

باید وویل شي چې دوه کاله وړاندي جان کیري وروسته تر هغه د اوسنی ګډحکومت تشکیل جوړ کړ کله چې دواړه مشران اشرف غني او عبدالله په انتخاباتو کې یو بل ته د ماتي ورکولو ادعا کوله، د نوموړي د مداخلې وروسته د جنجالي انتخاباتو دویم پړاو پایلي لغوه اعلان شوي او د ملي وحدت په نامه حکومت بنسټ کښېښودل شو. که څه هم د ملي یووالي حکومت د کار دوره په هغه وخت کې دوه کاله بلل شوې وه، خو تر دوه کلونو وروسته بیا هم دغه حکومت خپل کار ته ادامه ورکړي چې له امله یې د ځینو سیاسي شخصیتونو په اند اوسنی حکومت هیڅ مشروعیت نه لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.