حکمتیار صاحب پل دې بختور سه!

افغان مجاهد

همدا اوس خبر راورسېد چې طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راوسته.د ناوه د هلمند د مرکز لشکرګاه په څو کیلومترۍ کې پرته پراخه ولسوالي ده.د هلمند جنوبي ولسوالیو ګرمسیر او خانشین ته لاره له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي. که طالبان دا ولسوالي ټینګه کړي.ګرمسیر او خانشین ورته پرته فشار څخه تسلیمیدلی شي.

طالبانو څو اونۍ وړاندې هم په ناوه ولسوالۍ لوی برید کړی و. د ولسوالۍ د بازار ځیني برخې یې نیولې وې مګر د بشپړې ولسوالۍ په فتحه نه و توانیدلي.مګر دا ځل چې حکمتیار صاحب د کابل له حکومت سره یو ځای شوی دی.طالبانو د ناوې په ولسوالۍ معمولي برید وکړ چې په پایله کې یې د عسکرو لینګي ولړزیدل ولسوالۍ یې پریښوده او د لښکرګاه پر خوا یې ترپ وهل.

په اسلام کې که بدفالي (تشاؤم) ناروا دی نو نیک فالي بیا کوم حرج نلري. حکومتي چارواکي باید چې د حکمتیار په راتګ بدفالي ونه نیسي اما طالبان که د حکمتیار په ورتګ نیک فالي نیسي شاید کومه پروا ونلري.

حکومت ته د حکمتیار په ورتګ یوازې ناوه ولسوالي نه ده سقوط شوې بلکې همدا اوس مې چې د خپل ټیلفون صندوق البرید را مطالعه کاوو په تیرو څو ورځو کې طالبانو په کندز،کندهار،فاریاب،دایکندي،غزني،لوګر، فراه او ګڼو ولایتونو کې د پام وړ فتوحات ترلاسه کړي دي.

د کندهار په شاولیکوټ کې طالبانونه یوازې ددښمن چورلکه رانسکوره کړې بلکې دلته په لویه لارې پرتې ددښمن ګڼ شمیر پوستې یې هم تصفیه او تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. د حکمتیار صاحب ورتګ د نوموړي په آبایي وطن کندز کې هم په جهاد ښه اغیز کړی دی.نن دوشنبه له سهار وختي راهیسې مجاهدینو د کندز په ښار له څلورو خواوو برید پیل کړی دی. مجاهدین په لومړنیو شیبو کې د ښار په څنډو کې د سپین زر چمن، د پختې میدان او سه درک تر سیمو پورې رسیدلي دي او پرمختګ یی لا هم روان دی.

طالبان که څه هم تراوسه یې د حکمتیار صاحب د وروستۍ بې وفایي او صف بدلولو په دریځ کومه نیوکه یا رسمي تبصره نه ده کړې مګر داسې ښکاري چې د پخوا غوندې یې یو ځل بیا مخالف جهت ته د نوموړي په ورتګ تفاؤل نیولی وي .

له دې وړاندې  په اویایمه شمسي لسیزه کې هم د جګړو په مهال طالبانو له مخالف لوري سره د حکمتیار په ملګرتیا نیک پالي نیوله چې کابل او مزار شریف ته د نوموړي تشریف آوري او په تعقیب یې دغه ښارونه د طالبانو لاس ته لویدل هم ځیني خلک د خپل باور له مخې د همدې نیک پالۍ علامه بولي.

کارونه خو ټول الله تعالی کوي، حتی چې په کون او مکان کې یوه ذره هم د الله تعالی له ارادې پرته حرکت نه شي کولای. اما په یو څه باندې نیک پالي نیول هم جائز دي. ځکه الله تعالی د مؤمن باور نه ضایع کوي. راځئ باور ولرو چې مخالف صف ته د حکمتیار ورتګ به نه یوازې په جهاد بد اغیز ونکړي بلکې د نوموړي  په ورتګ  به ان شاءالله کفار او متجاوزین هم الله تعالی له هیواد څخه ورک کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

5 تبصرې

  1. بس ورته وایی چی ورکړی زور،هغه چا کور ورانیږی چی دویته ډوډی ورکړی، هغه څوک وژل کیږی چی ددوی په وژلوکی خفه کیږی خو داناځوان دهعوی دکور نه دمرچل په رقم استفاده کوی، چی ظا لم دولت هم پری رحم نکوی، او اصل رحم نه کیږی ځکه چی کوم ځآی نه دوشمن برید کوی نو با ید بریر پری وشی . بس دمظلوم انسانانو دوینی په دریاب تجارت راوان دی ، تراوسه حکومتیار په پا کستان کی وه اوس په په کا بل کی وی. دطا لب مشران پا کستان کی دی چی کله دبادار له خوا ورته ویل شول بیا به هم کا بل ته راشی زمونګ او ستاسی دی داځا ی نشه وی چی پنځه کا له وروسته به تاسی یو بل عټ تحول وګوری چی بیا به حوله خواره ملایان څنګه توچی ورته ورکوی.

  2. ولی خان استاذه ! ستا په عقیده حکمتیار خراب سو ، طالبان خراب سو ، حکومت خراب سو ، امریکایان خراب سو ، او نور … ټول خراب سو فقط یو ته سم یي او یو له تا سره د ملت غم دی .
    ستا یوه نو زه له هره حسابه …. غ……..ی ………..م د منافق مرتد .
    یوځل تکلیف وکړه له یو عالم څخه پوښتنه وکړه چې په قرآنکریم کې دی د نفاق په آیتونو پوه کړي . کټ مټ همدا ته او دا ستا په شان خلک قرآن منافقین بللي دي . صاحبه …!

  3. جمعه آینده قرار است حزبی های تسلیم شده جلسه ای در پایتخت داشته باشد.

    بیم آنچه حرکت روشنایی با آن مواجه شد متوقع هست تا امنیت ملی اضافه خون حزبیهای دوآتشه را بریزد و آنرا به طالبان تاوان کنند تا نفعش را ببرد.

    گفت من این است که ساده لوحان خود را در جمع مشمع های قیری (ارتجاع سیاه) نسوزانند.

  4. الجاج استاذ بیانزی

    حکمتیار خبل اخری شیطانی حکمت په کار واچوو ، له نیست یی ځان شته کړو ، نور څوک یی نه لرل وایی
    [ یو بهلول یو یی کن یو یی کچکول ] [ یو حکمتیار ، یو یی بهیر بل یی هلال ]
    نیست ځان یی په کمونست او سکولریست غنی په لوړه بیه وپلورلو ، لکه پخوا چه یی ورته اربکی مجاهدین واک کی ورکړی وو داځل یی ورته داعشی ملیشی په واک کی ورکړی .
    پاکستان ته هم کم وزنه ثابت شوی وو ، کاڼټه یی پری ایښی وه ، بی له دی به تسلیمیدل له عجله یی کار واخست هم د پاکستان له فشار وژغورل شول او هم یی د کابل په غلامانو او بادارانو ځان پراهمیته او د داعشی ملیشو په خپلولو به بیا مسلح او مطرح شی ،
    دا چه الله ج به یی د دی څو مخیو په بدل کی د کومی بلی رسوایی او ذلتو سره مخ کوی هغه بیا بیله او وروسته خبره ده مننه

  5. شعب خانه، داتا عوندی خلک دی چی هر نظام ته ورشی دهغی نوم بده وی. ځکه تا عوندی بی علمه خلک دی چی نه قران پیژنی نه حدیث پیژنی بس څه چی ورته پیچکاری شویوی همغه دبادار په ډول ګډیږی. ځکه چی نن صبا ډیر خلک تا عوندی جا هلانو په فتوا شهیدان شول، زه شکر دی عا لمانو سره نا ست یم، ما پوښته کړی. کله چی یو سړی مرتد شی او خپله قا نع وی چی زه مرتد یم دهغی دقا نع کولو لپاره دری ورځی وخت دی که چیرته بیرته داسلام دین ته وګرځیدل نو شه کنه بیا یی وژل راو دی. خونن تا عوندی داامریکایی پلار او پا کستانی مور نه پیداشوی چا هلان دی چی ډیر زموننګ پا ک مسلمانان تا عوند دیو فا سق په خوله شهیدان ، الله وایی کله چی تا سو ته یو خبر راوړی تاسی تخق وکړی. تا عوندی بی علمه دی چی اسلامی امت یی ټوټی ټوټی کړل ، اسلام یی د ویری او ترهی دین معرفی کړ. اسلامی دیوی ټولنی دبدبختی دین معرفی کړ، تاعوندی انسانان خو معاش اخلی، لور، ځوی به دی دلاهور فا حشه خانی څنګ کی کا لج ته ځی خو زما ډاکتر وژنی، زما مکتب په بمونو الوځوی. ما ته وی چی عربت ښه شی دی خو خپله په حیات اباد، اسلام اباد، قطر، امریکا او اروپا کی لوکسو کورونو کی ژوند کوی.خپله امریکایی ټوپک دی عاړه کی دی، امریکا یی ستلایت دی په لاس کی دی خو ما په امریکایی قلم وژنی. الله وایی چی تا سو په کفارو باندی زړه مه سوځوی خپلو کی صلحه رحم اوسی . خو تا عوندی خلک دهغوی په پیسو او وسلو خپل مسلمان ورور وژنی. لږ ځان سره فکر وکړی. اسلام دترقی دین دی. اسلام هغه مسلمان ته چی دکوره دکاروبار و تجارت یا بل ضرورت لپاره وځی هغه ته ډیر سهولتون ورکړی لکه دروژی رخصت، په لما نځه کی فصر، داسلام پنځه ګونی بینا کی دوه یی په ماداتو ولاړ دی چی زکات او حج دی. خو تا ت عوندی خلک نن اسلامی امت داکفارو خیراتونو ته کینولی. که دی شل کا له مخکی یو چا ته ویلی چی زه سکیپ کی عږيړم نو تا عوند خلکو پری دواره دکفر ټا په لګوه . که دی شل کا له مخکی یو چا ته ویلی وی چی طیاره دی چی پیلوت نلری نو واره پری دکفر ټا په لګوه، خو نن هرڅه په مړو استرګو منی. که ته نن تیز تیز کیږی نو مهربانی وکړه استا دپښی نه تر سره پوری دټول اسباب دوکوم هیواد جوړدی، استا په اوږه داوسله دوکوم هیواد ده. هیله ده چی دین ته مراجعه وکړی، نه ملا فضلو او مفتی عمران خبرو ته.تر پرونه پوری ننی داعشیان ټول طا لبان ول خو نن یو په بل دکفر ټا پی لګوی. که دطا لب په زړه دی خبره وکړه بس مسلمان کنه کا فر یی که دی داعش په زړه خبره او کا اوکړ بس مسلمان یی کنه کا فر یی. لږ سر ګریوان ته ښکته کړیی او سوج وکړی . هر ډله نن اسلامی نړی دیو کفری طا قت لاس په اوږه لری، تاسو عراق وګوری. سوریه وګوری. څنګه امکان لری چی دصدام دولت چی هم یی ټا نک لره ، هم یی طیاره لره په لسو ورځو کی ختم شو، خو نن یو څو سوه نفره په کالو نو نه ختمیږی ، همداسی طا لب ما ما ګان هم اونیسه، په لسو ورځو کی ټول افغانستان نه ختم شول خو نن بیا قوی شول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.