Hilmand ss

هلمند : ناوه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې او امنيه قومندان يې وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت پر ناوې ولسوالۍ نن سهار وختي ۵ بجې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو بريدونه پيل کړل.

چارواکي د يادو بريدونو د پخلي تر څنګ مني چې ناوې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی او د يادي ولسوالۍ امنيه قومندان په نښته کې وژل شوی.

سرچينه وايي د امنيه قومندان شاه سالم په ګډون يو شمير دولتي سرتيري هم وژل شوي خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

طالبان وايي پر ناوې ولسوالۍ د بريدونو له پيل سره سم يې يوه شوبله چې په چاودېدونکو توکو بار وه د ولسوالۍ په مرکز کې منفجره کړې او زياتوي چې سهار مهال ۸ بجې د ولسوالۍ مرکز او ټولي دفاعي پوستې د دوی لاسه ته لوېدلي.

د يادوني ده چې په روانه اوونۍ کې يو ځل بيا د هلمند مرکز ( لشکرګاه ) پر شاوخوا د طالبانو بريدونو زور اخيستی او پر ياد ښار يې د محاصرې کړۍ تنګه کړې.

طالبان هوډ لري تر څو مرکز ته څېرمه د هلمند رود غاړې ته ځان ورسوي او وروسته د لويو اسلحو په بريدونو سره د ياد ولايت مرکزي ودانۍ او نور دولتي تأسيسات تر تهديد لاندي راولي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.