غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

ناست یم انتظاره! ولي نه راځي؟
مخ ته مې هینداره ولي نه راځي؟

غواړمه د ژوند څیره مې ووینم
یاره! بې سینګاره ولي نه راځي؟

ډیر موده کیږی سترګې روڼې وې
پټې شوې خوماره ولي نه راځي؟

ګوره چې خزان راباندې رانه شې
ژوند ته مې مالیاره! ولي نه راځي؟

جنګ ده امن،امن او دا سوله چې
مړه ده که له ډاره ولي نه راځي؟

درد دي ده دې دنګو،دنګو غرو په شان
ورک مسافر یاره ولي نه راځي؟

ټوله شپه دې ذِکر په نامه کې کړم
رک تر روڼ سهاره ولي نه راځي؟

ستانه رحمانی دا یوه ګیله کويې
خواته مې مکاره ولي نه راځي؟
ـــــــــــ
نصیب رحمانی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.