امام غزالي رحمه الله کیسه کوي

دلاور شاه

یو کس روان وو ، یو زمری ور پسې شو ، شاوخوا کومه ونه هم نه وه ، چې دا کس وني ته ورنه ختلی وای ، په نظر یو کوهی ورغی فکر یې وکړ راځه دې کوهي ته به کښته شې ، چې کله زمری لاړ شي ، نو بیرته به را وخېژې ، کله چې یې کوهي ته کښته کېدلو لپاره ور وکتل ، که ګوري په کوهي کې یو لوی تورښامار پروت ده ، اوس چې د شا طرف نه ورپسې زمری دی او لاندي په کوهي کې لوی مار دی بې چارې شو ، دې وخت کې یې لږ څه کښته د کوهي په دېوال کومي رېښې ته پام شو ، فکر یې وکړ راځه دې پسې به ځوړند شې ، نه به پورته یم چې زمری مي وخوري او نه به د ښامار خولې ته یم ، چې زمری لاړ شي ،نو زه به هم را وخېزم ، ځان یې په ریښه پسې ځوړند کړ ، څه شېبه وروسته یې ولیدل چې دوه مږي دي ، یوه تور رنګ لري او بله سپین رنګ لري ، د هغه رېښې په کټ کولو بوختي دي ، چې دی پسې ځوړند دی ، ددې حالت په کتو سره نهایت پرېشانه شو ، اخوا دا خوا یې وکتل که ګوري د مچیو ګبین ته یې پام شو ، دا د شهدو نه ډک وو ، خو مچۍ پکې نه وې ، فکر یې وکړ ته راځه دا وګوره چې څنګه شهد دي ، نو په یو لاس یې ريښه ونیوله او د بل لاس په ګوتو یې لږ شهد وڅکل ، شهدو خوند ورکړ ، نو د شهدو په خوړلو بوخت شو ، زمری ، ښامار او مږي یې ټول له یاده ووتل …

امام غزالي رحمه الله فرمایي :
اې دوسته ! ستا مثال ددغه کس په څېر ده ، ملک الموت د زمري په څېر په تا پسې ده ، د قبر عذاب ددې ښامار په شان ستا په انتظار کې ده ، توره او سپینه مږه ستا د ژوند شپې او ورځي دي ، هغه ریښه ستا ژوند دی ، کوم چې مږي یې خوري ، دا دشهدو ګبین ددنیا خوند دی ، د څه په خوند چې ته بوخت شوی یې …

لږ خپلو اعمالو ته متوجې شه ، ستا انجام به څنګه وي ؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.