ځانګړي عملیات

یاسر افغان

د ځانګړو عملیاتو د نامه سره خو اوس هېوادوال پوره بلد شوي دي خو هغه عملیات چې دلته ورته د ځانګړو عملیاتو اصطلاح کارول کیږي په حقیقت کې دغه عملیات یواځې د وحشت او تروریزم عملیات بللې شو او بس، د افغانستان په اصطلاح اوسنۍ اردو او استخبارات تر اوسه هغه کچې ته ندي رسیدلي چې دوی دې پخپل سري ډول د یو بې ګناه هېوادوال پر کور په توره شپه عملیات وکړي او بیا دې دغه عملیاتو ته د ځانګړو عملیاتو په نوم ورکولو خپل حیثیت ته ګټه ورسوي. د روسي یرغل نه تر دا نن ورځې پورې د افغانانو پر کورونو، حجرو، مساجدو، مدارسو او غونډو چاپې اوس یوه عادي چاره ګرځېدلې ده، زما هدف له دې لیکنې دا ندې چې زه ځانګړي عملیات تعریف کړم هسې مو هم نور د عملیاتو له نامه کرکه کیږي ۸ کاله د روسي پوځیانو د شپې چاپې او عملیات و، ورپسې د کمونیستانو او دا شاوخوا پنځلس کاله د امریکایانو او د دوی د لاسپوڅو یعني سپیشل فورس، امنیت، اردو، اربکیانو او پولیسو عملیات دي، هره شپه د یو افغان په کور ماتم وي، هره شپه د یو افغان د کور دروازه ورماتیږي، تور سرې یې بې ستره کیږي، ماشومان یې زاره چاودې او د همدې ماشومانو پلار، د خپلو ماشومانو او تور سرو په وړاندې سپکیږي او د تورو وحشیانو په تورو لاسونو په تور وحشت توره خلته په سر وراچول کیږي او بیا نو د زړو کمونیستو خادیانو رحم ته ور وړل کیږي دا اوس په افغانستان کې عامه چاره ده، ډرون طیارو لا خپل وحشت ته د پای ټکې ندې ایښې، امریکایي جیټانو لا تر اوسه د افغانانو پر کلیو او کورونو خپله خونړۍ بمباري نده درولې، چې په اصطلاح سپیشل فورس داړه مارو خپلې داړه مارۍ ته زور ورکړی او دا د کور زمریان د صحرا ګیدړان د مظلومو افغانانو پر کورونو په داسې حال کې داړه اچوي چې هغه بیچاره د خپلو تور سرو او وړو ماشومانو تر څنګ ویده وي! د شپې عملیات چې اوس یې ځانګړي عملیات بولي عبارت له هغه وحشي داړه مارۍ څخه دی چې کله یې داخليان او خارجیان په ګډه او کله یې په جدا جدا ډول د شپې لخوا د عامو افغانانو پر کورونو تر سره کوي، دلته د عملیاتو او تالاشۍ لپاره کوم ځانګړي اصول او مقررات نشته بس نرتوب دغه دی چې د یو افغان پر کور د شپې ور نازل شي هغه افغان د خپلې میرمنې او بچو په مخکې په ډزو ووژني او په سبا ورځ صلیب ته استخدام شوې رسنۍ ولیکي چې: تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د یو تروریست پر کور عملیات تر سره کړي او هغه یې پخپل کور کې وژلې دی!! د حیرانتیا خبره خو داده چې د کابل ادارې چارواکي د ولس او د کابل د ادارې تر منځ د واټن په زیاتیدو اندیښنه څرګندوي خو، عسکرو او استخباراتي مامورینو ته یې عام و تام اجازت ورکړی چې څه ډول کولای شي د افغانانو دود، کلتور، دیني شعایرو او شخصي حریم ته له پاملرنې او درناوي پرته د هغوی پر کورونو هجوم ور وړلې شي او که یې خوښه شي پرته له محکمې او قاضي یې پخپل کور کې وزلې شي! دا اوس کومه اداره، کوم انسانیت او کوم خدمت دی؟؟ د کابل ادارې چارواکي که د نورو هېوادونو د نظامي پالیسۍ، د ملکي وګړو سره د چلند او د چاڼیزو عملیاتو د اصولو او قوانینو څخه معلومات نلري دا د دوی خپله ناپوهي ده او که د افغانستان په څېر د یوې مذهبي ټولنې د کلتور او ارزښتونو درناوي ته ځان ژمن نه ګڼي نو دا چاره یې بې له شکه چې سبا ورځ د نابودۍ سبب کیدای شي.

د یو افغان په حیث زه د دې حقیقت شاهد پاتې شوی یم چې د کابل ادارې امنیتي ارګانونه د بهرنیو عسکرو په وړاندې نوکران، د ګاونډیو هېوادونو د ناروا مداخلو پر وړاندې ړانده، شل او ګونګیان او د افغان ملت په وړاندې بیا بدمعاشان او داړه ماران دي، همدا اوس د کابل ادارې په زندانونو کې په لسګونو زره بندیان دي چې تر نیمایي ډیره برخه یې ملکي وګړي دي کوم چې د قضا او محکمې له امر پرته په کلونو کلونو په زندانونو کې و اوسیدل او لا تر اوسه یې برخلیک ندې معلوم!!

د کابل د ادارې چارواکي، استخبارات او نظامیان باید پوه شي چې د افغان ولس پر وړاندې روانه پالیسي به دوی ته هیڅ ګټه و نه رسوي او برعکس به د ملت د کرکې او نفرت کچه لا لوړه شي چې بلاخره به د اوسنۍ ادارې د چارواکو پایله هم د کمونیستانو په څېر شي. افغانان هیچا په زور خپل کړي ندي او نه به یې خپل کړي دا د دې ولس فطرت دی چې د سختي کوونکو او ظالمانو پر وړاندې د مقاومت او غبرګون برخورد کوي.

د ګران هېواد د آزادۍ او په ګران هېواد کې د یو سوچه شرعي نظام د قیام په هیله‎



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.