رښتیا چې د ذلت او ناورین پنځلس کاله پوره شول

محمد حنيف الله يار

ولې ‌ذلت او ناورین?

هره ورځ وژنې, هغه هم د مسلمانانو, بیګناه افغانانو, اردو, پولیسو, طالبانو, حزبی، قومي مشر او مخور په نوم.

په پنځلسو کلو کې تل د فاسد هیواد په نوم په ټوله نړۍ کې شرمنده شوو، او د فاسد هیواد په نوم تاج مو په سر شو.

په پنځلسو کلونو کې په مخدره توکو روږدي له څو زرو نه ملیونونو ته ورسیدل، او لا په ډیریدو دي، او مخدره مواد په رڼا ورځ خرڅیږي او خلک ېې په اسانۍ لاسته راوړي.

په پنځلسو کلونو کې له اسلامي حجابه راووتلو او اوس په افتخار په نړیوالو او افغاني

ستیجونو عریاني ګډا او نڅا کوو.

په پنځلسو کلونو کې فحاشي خپل اوج ته ورسیده او د بنسټیز کیدو لپاره ېې له بیلابیلو لارو او بیلابیلو نومونو هڅې روانې دي.

د دۍ پنځلسو کلونو په برکت غلاوې لار شکونې، اختطافونه دۍ حد ته رسیدلي چې په رڼا ورځ موټرونه د کابل ښار ورکیږي، د سوداګرو او شتمنو کسانو ماشومان او د کورنۍ غړي تښتول کیږي.

په پنځلسو کلونو کې مو زرهاوو بیګنا ملکي وکړي د بهرنیو د هوايي او ځمکنیو بریدونو ښکار شول، دۍ بمباریو نه د خلکو په جنازو رحم وکړ، نه په ودونو، نه په ملمستیاوو او ….

په پنځلسو کلونو کې فقرله دې حد ته ورسید چې والدینو هغه کار وکړ چې د انسانیت په تاریخ کې ېې لیکنې نه ښکاري، هغوي خپل د زړه ټوټې خپل ماشومان د ناچیزو پیسو په بدل کې خرڅ کړل، چې تازه پیښه ېې په غزني کې شوې، چې مور خپل تازه تولد شوی ماشوم خرڅ کړی.

په دۍ پنځلسو کلونو کې د زورواکو له خواه د خلکو شخصي ځمکې او کورونه غصب شول، او لاهم دا لړۍ روانه ده.

په پنځلسو کلونو کې جرایم، طلاقونه، لنډه غرۍ، بې بندوبارۍ، شرابخورۍ، د ښځو زورونې له حده زیاتې شوي دي.

او یو څه چې مو په دۍ پنځلسو کلونو کې لاس ته راوړي هغه هم اسلامي مقدساتو ته بې احترامۍ، ناامنۍ، د غیرې اسلامي سریالونو نشرول، په روژه کې د تلاوتو پر زای کنسرتونه، د نامحرمو اختلاط، قیلون خانې او هوټلونه چې د فحشا مرکزونه دی، او دا سي نور څه چې قلم ېې په لیکلو او زه ېې په ویلو شرمیږم، چې ویلې شو چې د ناورین او دلت پنځلس کاله پوره شول.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.